د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

وزیري: کوهستان او تیوره ولسوالیو کې د افغان ځواکونو شا تګ مصلحتي و


د افغانستان دفاع وزارت تائیدوي چې د فاریاب د کوهستان او د غور تیورې ولسوالۍ پر مرکزونو وسله‎والو طالبانو ولکه ټینګه کړې، خو وايي چې د بېرته نیولو لپاره‌یې عملیات پیل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پرون ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل:

"د دې ولسوالیو مرکزونو سقوط کړی دی، په دې معنی چې زموږ ځواکونه ترې په شا شوي. هلته د دفاع وزارت ځواکونه نه‌وو، نو دوی په دې خاطر چې محلي پولیسو او هلته دېره ځواکونو ته زیان ونه‌رسېږي د مصلحت له مخې په شا شوي. زموږ کومانډو، هوايي ځواک او د هوايي قول اردوګانو ځواکونه هلته رسېدلي څو دا سیمې بېرته له دښمنه ترلاسه شي."

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

پرون سهار د غور ولایت چارواکو د تیورې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ او وروسته د فاریاب سیمه‌ییزو چارواکو تائید کړه چې د کوهستان ولسوالۍ مرکز وسله‎والو طالبانو نیولی دی.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې وسله‎والو طالبانو د کوهستان ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ او ځینې نورې دولتي ادارې نیولې دي.

ښاغلي وزیري د هېواد په ځینو نورو سیمو کې د عملیاتو یادونه هم وکړه او ویې‌ویل چې ډېری دا عملیات تعرضي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ ځیني عملیات تعرضي دي چې همدا شېبه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې روان دي، خو په هغو ځایونو کې چې دښمن فعالیت کوي له هغو سره هم موږ عملیات کوو او دښمن ته ضربه ورکوو نو په دې دوو ولسوالیو کې دښمن برید کړی و، شمېر یې ډېر و، د دې لپاره چې موږ ته تلفات وانه‌وړي زموږ قوتونو چې هلته دېره وو، شاته تګ کړی دی."

د یادونې وړ ده چې د فاریاب، غور، بغلان، کندز او د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په ګډون د هېواد په نارامو سیمو کې د امنیتي ګواښونو په اړه پرون د وسله‎والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې هم خبرې وشوې.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي، په دې غونډه کې چې ولسمشر اشرف غني او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسؤلانو ګډون په‎کې کړی و، په هغو سیمو کې چې د وسله‎والو مخالفینو ګواښونه په‎کې لوړ دي د دفاعي تدابیرو په اړه پرېکړې وشوې.

XS
SM
MD
LG