د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د چمتال اوسېدونکي: په «البرز ۷» عملیاتو کې د خلکو کورونه بمبار شوي


په بلخ ولایت کې د چتمال ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې د دولتي قوتونو د عملیاتو په ترڅ کې په یاده ولسوالۍ کې ملکي خلکو ته تلفات اوښتي او د هغوی د استوګنې کورونه تخریب شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ د بارګاه افغانیه او بارګاه ترکمنیه سیمې اوسېدونکي وايي چې افغان ځواکونو د «البرز ۷ » پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې له دوو اوونیو راپه دېخوا پيل شوي دي، ملکي کسانو ته تلفات اړولي او زرګونه کسان‌یې دې ته اړ کړي چې سیمه پرېږدي او کډوال شي.

د بارګاه افغانیه سیمې یوه اوسېدونکي احمد فرزاد یې په اړه وايي:

"افغان ځواکونه چې د طالب وسله‌والو سره په جګړه کې له درنو وسلو کار اخلي د عامو خلکو کورونه هدف ګرځوي، دوی د خلکو د غنمو درمندونه سوځولي او طیارو د عام ولس په کورونو بمونه اچولي دي."

د چمتال ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي محمد وايي، په دې عملیاتو کې تر ډېره عام او ملکي خلکو ته تلفات اوښتي دي، او د «البرز ۷» عملیات مثبته پایله نه‌لري.

هغه وویل:

"طالب وسله‌والو ته په دې عملیاتو کې کم یا ډېر تلفات اوښتي دي، خو د عملیاتو اصلي قرباني عام خلک دي چې تر ټولو ډېر تلفات دوی ته اوښتي، د هغوی زراعتي ځمکې تخریب شوې او سرپناه‌یې ړنګې شوې دي."

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت‌الله جمشیدي وايي چې د «البرز ۷» عملیاتو په ترڅ کې عامو خلکو ته طالب وسله‌والو زیان اړولی دی.

هغه وویل کله چې پر طالبانو نظامي فشار ډېر شي او پر وړاندې یې عملیات پیل شي، دوی بیا خلکو ته رجوع کوي او یا هم د هغوی کورونه ورانوي او په دې عملیاتو کې هم هغوی د خلکو ځمکې تخریب کړي او د غنمو د حاصل وخت وو، خو دوی درمندونه وسوځول.

ښاغلي جمشیدي زیاته کړه:

"کوم کورونه چې تخریب شوي دي، د دښمن له لوري دا کار شوی دی، کوم غنم چې سوځول شوي دا کار هم دښمن او طالبانو کړی دی، زموږ وظیفه د خلکو ساتنه ده او د دې کار لپاره خپله وروستۍ هڅه کوو."

باید یاده کړم، سره له دې چې له دوو اوونیو راهیسې په چتمال ولسوالۍ کې د دولت له لوري پوځي عملیات پيل شوي او خلک شکایت کوي چې اصلي قرباني یې عام وګړي دي، خو لا هم دا نه‌ده څرګنده شوې چې د «البرز ۷ » عملیاتو په ترڅ کې څومره وسله‌والو طالبانو ته تلفات اوښتي دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG