د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

فرهاد: د بلخ چمتال کې تصفیوي عملیاتو ۱۲ طالبان وژلي دي


د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ طالب وسله‎وال وژل شوي او ۱۸ تنه نور یې ټپيان دي.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات درې ورځې دمخه د عطا محمد نور په مشرۍ چتمال ولسوالۍ کې پيل شول.

د فرهاد په خبره عملیات هغه مهال پلان شول چې تېره اوونۍ له دولت سره د طالبانو د دوو مشهورو قوماندانانو له یوځای کېدو وروسته وسله‎والو مخالفینو چتمال ولسوالۍ کې خپل تخریبي فعالیت پيل کړ.

نوموړی وايي، د ځمکني ځواک سربېره یادو عملیات کې هوايي پوځ هم ونډه لري.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد
د بلخ والي ویاند منیر فرهاد

منیر فرهاد طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وویل:

"تېره ورځ د هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۵ طالبان ووژل شول، ۱۸ تنه نور یې هم ټپيان شول، د عملیاتو له پیله تر دې دمه ۱۲ کسان وژل شوي او عملیات په بریالیتوب سره پر مخ ځي."

د بلخ والي ویاند وايي چې تر دې دمه د چتمال ولسوالۍ د البرز سیمې ۵ مهم کلي د وسله‎والو طالبانو له وجوده پاک شوي او همدا اوس هم په یورت، شاه‌ولي، جلنین او قراول سیمو کې عملیات دوام لري.

د یادو عملیاتو په ترڅ کې تر دې دمه ۹ محلي پاڅون کوونکي چې د دولت په ملاتړ له طالبانو سره جنګېږي هم وژل شوي دي او ۶ تنه نور یې ټپیان دي.

په چتمال ولسوالۍ کې د یادو وسله‎والو پاڅون ‎کوونکو یو قوماندان فیض محمد یې په اړه وايي:

"په بارګاه سیمه کې و چې رنجر مو د طالبانو پر یوه خښ کړي ماین ور برابر شو، د دې انفجار په پایله کې زموږ ۹ تنه ملګري ووژل شول او ۶ تنه نور یې ټپيان دي."

په داسې حال کې په چمتال ولسوالۍ کې د بلخ والي عطا محمد نور په مشرۍ پوځي عملیات دوام لري او چارواکي طالب وسله‎والو ته د درنې مرګ ژوبلې له اړولو خبر ورکوي چې تر دې دمه د دولت هېڅ یوې مخالفې ډلې د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته څرګندونې نه‎دي کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG