د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

دفاع وزارت په ۵ شمالي ولایتونو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي


په بلخ کې د مرګوني برید او د تخار په ځینو سیمو کې د طالبانو د جګړو له شدت وروسته دفاع وزارت په پنځو شمالي ولایتونو کې د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یاد پوځي عملیات د احتمالي ګواښونو د دفع کولو او له وسله‎والو څخه د سیمو د تصفيې په هدف پیل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

رادمنش زیاته کړه:

"موږ دا مهال د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې پنځه عملیات پلان کړي او په بریالیتوب مخه ته ځي، پرون چې د درقد په ولسوالۍ کې ستونزې رامنځته شوې وې په مېړانې مو هغه ستونزې حل کړې."

بدخشان، کندز، بغلان، سرپل او بلخ هغه ولایتونه دي چې د دفاع وزارت تازه عملیات په‎کې پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار والي بیا وايي، د شمالي ولایتونو د ناامنۍ اصلي عوامل د وسله‎والو قوت نه، بلکې په امنیتي بنسټونو کې د سیاسیونو او زورواکو بې‌ځایه مداخلې دي.

محمد یاسین ضیا د چهارشنبې په ورځ د تخار د درقد ولسوالۍ د جګړې له لومړۍ کرښه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د بې‌ځایه مداخلو په اړه اسناد هم لري.

نوموړی وايي:

"زموږ اساسي ستونزه په نورو ځایونو کې ده، سیاسیون او زورمندان مو د پولیسو په لیکو کې مداخله او بې‌ځایه ګومارنې کوي، سیمه‌ییز پولیس د داسې کسانو په واک کې دي چې جنګ نه‌کوي که نه له دې پرته امکان نه‌لري چې طالبان یو متر ځای هم ونیسي او یا فعالیت وکړي."

له دې ټولو سره-سره د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې په امنیتي بنسټونو کې له فساد سره د حکومت لاس نیولې مبارزې د نورو مسایلو تر څنګ پر امنیت هم بد اغېز کړی.

پوځي کارپوه یوسف امین ځاځی د زورواکو له لومې څخه د امنیتي ځواکونو د اېستلو لپاره د حکومت جدي اراده تر هر څه مهمه ګڼي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي بیا وايي، په شمال کې ځیني زورواکي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې بې‌ځایه مداخلې کوي له مرکزه‌یې ملاتړ کېږي.

ښاغلی ولی که څه هم په ځانګړي ډول چاته ګوته نه‌نیسي خو وايي، که په شمالي ولایتونو کې د زورواکو لاسونه لنډ شي ښايي تر ډېره د دغو ولایتونو امنیتي وضعه ښه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG