د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

ظاهر قدیر: د تورې بوړې ۷۰ سلنه ولکه لا هم د داعش په لاس کې ده


په ولسي جرګه کې، د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر ادعا کوي چې حکومت په توره بوړه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی او په خبره‌یې چې اوس هم د تورې بوړې ۷۰ سلنه خاوره د داعش وسله‎والو په ولکه کې ده.

ظاهر قدیر چې د دوشنبې په ورځ‌یې په ولسي جرګه کې څرګندونې کولې، کواښ وکړ که حکومت د دوی خبرو ته پاملرنه ونه‎کړي، مظاهرې به وکړي، مدني حرکتونه او ورسره به د کابل ننګرهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ وتړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر

ښاغلي قدیر زیاته کړه:

"یوه نقطه‌یې هم پرمختګ نه‌دی کړی، تاسو خپله قضاوت وکړئ، د دفاع وزیر، د قول اردو قوماندان، والي او د ملي امنیت رئیس وویل چې موږ توره بوړه تصفیه کړې، یوه لوېشت هم مخ ته نه‎دي تللي، توره بوړه اوس هم۷۰ فیصده د داعش په لاس کې ده."

ظاهر قدیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څه موده وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي و چې توره بوړه‌یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له داعش څخه نیولې او د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت پچیراګام او چپرهار ولسوالۍ له داعش ډلې په بشپړ ډول تصفیه کړې دي.

د یادونې ده چې د افغان ځواکونو له‎خوا له داعش وسله‎والو څخه د تورې بوړې تر نیونې وروسته د ننګرهار والي ګلاب منګل او په خپله ظاهر قدیر هم تورې بوړې ته تللي وو، خو ویل کېږي چې ښاغلي قدیر همغه مهال هم ادعا لرله چې توره بوړه او شااوخوا کلي یې به بشپړ ډول له داعش وسله‎والو نه‎دي تصفیه شوي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې توره بوړه د افغان ځواکونو په لاس کې ده او هر ځای چې وسله‎وال مخالفین سر پورته کړي، دوی به‌یې وځپي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"توره بوړه زموږ په لاس کې ده، اوس هم په توره بوړه کې زموږ قوتونه، زموږ عسکر، زموږ جوزوتامونه پراته دي."

بل‎خوا بیا د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وایي، په دې وروستیو کې پاکستاني پوځیانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې عملیات کړي او په خبره‌یې، راوښتي داعیشان اوس هڅه کوي چې د تورې بوړې ستراتېژکه سیمه بېرته ونیسي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG