د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

په ترکیه کې د تېر کال ناکامې کودتا لومړۍ کلیزه لمانځل کېږي


په ترکیه کې نن د رجب طیب اردغان د حکومت پرضد، د ناکامې کودتا لومړۍ کلیزه لمانځل کېږي.

تېرکال د جولای په پنځلسمه، د ترکیې د حاکم نظام پرضد د کودتا، ناکامه هڅه وشوه.

د ترکیې حکومت اعلان وکړ چې په دې هېواد کې به هرکال د جولای پنځلسمه د "ډیموکراسۍ او اتحاد"ملي ورځ لمانځل کېږي.

زرګونو کسانو د ترکیې په پلازمېنه انقره او استانبول کې د " اتحاد په مارش" کې ګډون وکړ.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د ترکیې په پارلمان کې او د استانبول پر مشهور پله ویناوې هم د نننیو مراسمو برخه وې.

هغو پوځیانو چې کودتا یې کوله، ټانکونه، جنګي الوتکې او هليکوپټر درلودل، د پارلمان پر ودانۍ او ځيني نورو سیمو يې بمونه وغورځول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پر سوشیل ميډیا پر خپل ولس غږ وکړ چې لارو ته را ووزي او د کودتا چیانو مخنیوی وکړي.

د اردغان له غوښتنې سره سم، زرګونو ترکان پرته له دې چې ګرځ بندیز په پام کې ونیسي، لارو او کوڅو ته را ووتل او د کودتاچیانو پر وړاندې یې مقاومت وکړ.

رپوټونه وايي چې لږترلږه ۲۵۰تنه ترکان ووژل شول او تر ۲۰۰۰زیات ترکان زخمیان شول.

لږترلږه پنځه دېرش کودتاچیان هم په دې شپه ووژل شول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ادعا کړې چې په امریکا کې د مېشت، پېژندل شوي شخصیت فتح الله ګولن پلویانو په دې کودتا کې لاس درلود.

خود فرانس پرېس خبري اژانس په حواله، فتح الله ګولن د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا تورونه بې اساسه اود هغه د بدنامولو لپاره د سیاسي هڅې برخه دي.

فتح الله ګولن
فتح الله ګولن

ګولن دا غندلې چې اردغان خپل سیاسي مخالفان ځپي.

د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته، د اردغان حکومت لږترلږه پنځوس زره کسان ونیول او تر یو لک زیات دولتي مامورین يې له دندو لرې کړل.

اردغان همدا راز د روان کال د اپرېل په شپاړسمه د ټولپوښتنې له لارې، د ولسمشر په توګه خپل صلاحیتونه زیات کړل.

د فرانس پرېس اژآنس په حواله، په هغه فرمان کې چې پرون اعلان شو،۷۵۶۳ عسکر، پولیس او نور حکومتي مامورین له دندو لرې شول.

فرانس پرېس وايي، په فرمان کې راغلي چې هغه کسان په نښه شوي چې له تروریستي سازمانونو یاداسې ډلو سره یې ارتباط درلود چې د ترکیې د ملي امنیت پرضد یې فعالیت کول.

XS
SM
MD
LG