نړۍ
ترکیې دشاوخوا ۱۲۸۰۰ پولیسو دندې ځنډولي

ترکیې په امریکا کې مېشت له مذهبي مشر فتح الله ګولین سره د اړیکو په تور د شاوخوا ۱۲۸۰۰ پولیسو دندې ځنډولې دي.
د ترکیې ملي پولیسو نن وویل چې له دونیم زرو زیات افسران چې دندې یې ځنډول شوي، د پولیسو مشران دي.
په ترکیه کې د جولای د میاشتې د ناکامې کودتا وروسته په لسګونو زره کسان له دولتي دندو لیرې شوي یا یې وظیفې ځنډول شوي.
دغه راز شاوخوا ۳۲ زره کسان هم په دغې ناکامه کودتا کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
د ترکیې حکومت د دغې کودتا اصلي طراح ګولین بللی خو هغه دا تور رد کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ډونالډټرمپ په عراق کې د امریکايي پوځیانو له خوا د داعش د یوه مشر د وژلو خبر ورکوي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ( سوشل تروت) کې لیکلي دي چې د امریکا زړورو جنګیالیو په عراق کې د اسلامي دولت ډلې، داعش یو مشر وواژه.
ډانالډ ټرمپ لیکلي دي چې دا کس امریکایي ځواکونو وڅاره او د هغه پرضد د عراق د حکومت او د عراق د کردستان د چارواکو په همغږۍ عملیات ترسره شول.
د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني پرون ویلي و، چې د داعش ډلې د عراق او سوریې مشر عبدالله مکي مصلح الرفیعي چې په ابوخدیجه مشهور و، د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو په ملاتړ ووژل شو.
واشنګتن په دوه زره درویشتم کال کې الرفیعي د داعش د مشر او یوه نړیوال ترهګر په توګه معرفي کړی و.
د پاکستان پوځ د بلوچستان د ولجه شوي اورګاډي د تلفاتو جزییات روښانه کړل

د پاکستان پوځ وايي چې په بلوچستان ایالت کې له ولجه شوي ریلګاډي څخه یې ۳۵۴ مسافر ژغورلي دي.
د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ وویل چې د ترهګرو پرضد د عملیاتو پرمهال ۲۶ مسافر چې ۱۸ یې امنیتي سرتېري وو، او همداراز ۳۳ ترهګر وژل شوي دي.
بلوڅ ازادي بښونکي پوځ( بي ایل اې) چې د امریکا متحد ایالتونه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژني، ویلي دي چې دوی اسلام اباد ته ۴۸ ساعتونه وخت ورکړی و، چې د دوی بندیان خوشې کړي خو دا کار ونه شو نو ځکه دوی ټول ۲۱۴ برمته پوځیان ووژل.
( بي ایل اې) د عملیاتو پرمهال د خپلو دولسو وسله والو وژل کیدل هم تایید کړي دي.
ازادو سرچینو لا تر اوسه د دې وړاندې شویو شمیرو پخلی نه دی کړی.
تیره اونۍ سې شنبې د بلوچستان په بولان سیمه کې د بلوڅ بېلتونپالو وسله والو یو ریلګاډی له مسافرو سره برمته کړ. په دې ریلګاډي کې تر څلور سوه ډيرې سورلۍ وې چې د بلوڅ بیلتونپالو د ادعا له مخې سلګونه پوځيان هم پکې وو.
ټرمپ: په عراق کې مو د داعش یو مشر وژلی دی

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ( سوشل تروت) کې لیکلي دي چې د امریکا زړورو جنګیالیو په عراق کې د اسلامي دولت ډلې، داعش یو مشر وواژه.
ډانالډ ټرمپ لیکلي دي چې دا کس امریکایي ځواکونو وڅاره او د هغه پرضد د عراق د حکومت او د عراقي کردستان د چارواکو په همغږۍ عملیات ترسره شول.
د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني پرون ویلي و چې د داعش د عراق او سوریې مشر عبدالله مکي مصلح الرفیعي چې په ابوخدیجه مشهوره و د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو په ملاتړ ووژل شو.
واشنګتن په دوه زره درویشتم کال کې الرفیعي د داعش د مشر او یوه نړیوال ترهګر په توګه معرفي کړی و.
د امریکا سنا مجلس د حکومتي لګښتونو د بندیدو مسوده تصویب کړه

د امریکا د متحد ایالتونو سنا د حکومتي لګښتونو مسوده تصویب کړه چې له دې سره د حکومتي چارو د جزوي بندیدو مخه ونیول شوه.
د جمعې په ورځ د سنا څلور پنځوس غړیو بودیجې ته موافقې او شپږ پنځوس نورو مخالفې رایي ورکړې.
دا مسوده هغه وخت تایید شوه چې د سنا د اقلیت مشر چک شومر په ګډون یو شمیر ډیموکراتانو موافقه ورسره وکړه.
د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې استازیو جرګې د اونۍ په پيل کې دا مسوده تصویب کړې وه او حکومت ته یې د مارچ د څوارلسمې تر نیمې شپې وخت ورکړی و، که یې سنا تایید نه کړي حکومتي چارې به په جزیي توګه بندې شي.
دا بودیجه حکومتي لګښتونه د تیرمالي کال په کچه شاوخوا اووه میلیارډه ډالر کموي او دا پیسې پوځي لګښتونو ته ځانګړې کیږي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې خواله رسنۍ ( سوشل تروټ) کې چک شومر ته مبارکي ورکړه او د هغه زړورتیا یې وستایله.
د روسیې یو تعبه په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور په فنلنډ کې مجرم وپیژندل شو

د روسیې یو تعبه په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور په فنلنډ کې مجرم وپیژندل شو.
د فنلنډ په پلازمینه هلسنکي کې یوې محکمې اته دیرش کلن وسلاف توردن په دوه زره څوارلسم کال کې د اوکراین په ختیځ کې په څلورو مواردو کې په جنګي جنایتونو محکوم کړ.
دا روسی د دوه ویشت اوکرایني سرتیرو د وژلو او د څلورو نورو د ټپي کیدو په پيښو کې په لاس لرلو محاکمه شو.
وروسته تر دې چې دا کس په دوه زره درویشتم کال په جولای کې په فنلنډ کې ونیول شو، اوکرایني چارواکو د هغه د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو د فنلنډ سترې محکمې دا غوښتنه رد کړه، د اوکراین د زندانونو شرایطو ته یې اندیښه ښکاره کړه او ویې ویل چې ممکن له دې تورن کس سره هلته ناسم چلند وشي.
د G7 ډيپلوماتان: د ایران له لورې د خلکو نیول او په بهر کې وژل زیات شوې دي

د نړۍ د اوو ستر صنعتي هیوادونو یوشمیر دیپلوماتانو خبرداری ورکړ چې د ایران له لورې د خلکو نیول او په بهر کې وژل زیات شوې دي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان او د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ دا خبرداری په هغه مسوده کې ورکړی دی چې دې اژانس ترلاسه کړې ده.
جي اووه په یوه بیان کې ویلي دي چې تهران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده او په ورته وخت کې دغو هیوادونو له ایرانه غوښتي دي چې د اټومي پروګرام په تړاو دې خبرو ته مخه کړي.
دا مسوده پرون وړاندې شوه او داسې ښکاري چې د نن ورځې په وروستیو کې به د جي اووه د بهرنیو چارو وزیرانو له لورې تصویب شي.
د ټرمپ حکومت د امریکا له سترې محکمې غوښتي چې د زیږون له لارې د تابعیت د محدودیتونو د پلي کیدو اجازه ورکړي

د ټرمپ حکومت د امریکا له سترې محکمې غوښتي چې د زیږون له لارې د تابعیت د محدودیتونو د پلي کیدو اجازه ورکړي.
دا غوښتنه چې د ټرمپ حکومت د پنجشنبې په ورځ د (مارچ ۱۳مه) سترې محکمې ته لیږلې په کې غوښتل شوي چې د مریلینډ، ماساچوست او واشنګټن ایالتونو قاضیان دې هغه پریکړې محدودې کړي چې د ټرمپ د اجرایوي فرمان خلاف دي.
اوسمهال د ټرمپ پر هغې فرمان چې له مخې یې د زیږون پر بنسټ د تابعیت ورکړه منعه کوله بندیز لګول شوی دی.
د زیږون په اړه د ټرمپ فرمان هغوو کسانو ته د امریکا د تابعیت ورکړه ردوي چې والدین یې په غیرقانوني لارو امریکا ته رسیدلي وي.
ملګري ملتونه: اسراییلي ځواکونو په غزه کې له فلسطینیانو سره جنسي تاواتریخوالی کړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په خپل تازه راپور کې ادعا کړې چې اسراییلو په غزه کې له خلکو سره جنسي او د جنسيت پربنسټ سیستماتیک تاوتریخوالو کړی دی.
دا راپور چې پرون پنجشنبې خپور شوی په کې راغلي، اسراییلي ځواکونو د فلسطیني ښځو، نارینهوو او ماشومانو له بشري حقونو جدي سرغړونې کړي دي.
په فلسطین میشته سیمو کې د څیړنې یو کمېسیون د دغو فلسطینیانو له بشري حقونو د سرغړوي موارد مستند کړي او اسراییلي ځواکونه یې د فلسطینیانو پرضد یې د جنسي او د جنسیت پر بنسټ په تاواتریخوالی تورن کړی دی.
بل پلو، اسراییلو بیا دا تورونه رد کړي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان یې په یو اړخیز چلند تورن کړې دي.
د راپورونو له مخې دا راپور د اسراییلي چارواکو پر ضد د قانوني تعقیب لپاره د نړیوالې محکمې له خوا کارول کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په داسې حال کې اسراییلي ځواکونه په غزه کې په جنسي تاواتریخوالي تورنوي چې له دې وړاندې یو شمیر نورو سازمانونو هم اسراییلي ځواکونه او اسراییل په غزه کې په نسل وژنې تورن کړي دي.
طالبانو د پاکستاني پوځ ادعا رد کړه چې ګواکي د بلوچستان د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید د هغو ترهګرو له خوا تنظیم شوی وچې مشران یې په افغانستان کې دي، په کلکه رد کړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دوی د پاکستان د پوځ د ویاند هغه بې اساسه تورونه چې د پیښې په تړاو یې پرافغانستان لګولي، په کلکه ردوي او له پاکستاني لوري غواړي چې د داسې غیرمسولانه څرګندونو پرځای خپل امنیت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام وکړي. هغه ویلي چې د هیڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړي په افغانستان کې نشته او له دې ډلې سره نه دوی پخوا او نه هم اوس اړیکې لرلې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې استخباراتي راپورونه په څرګنده تاییدوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر ریلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو لخوا تنظیم شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او زیاتوي چې د د دغې پیښې په اوږدو کې هغوی له بریدګرو سره مستقیم تماس درلود. د خبرپاڼې له مخې پاکستان تمه ښودلې چې د طالبانو سرپرست حکومت خپل مسؤلیتونه پوره کړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، پرپاکستان بریدونه ترسره کړي. پوځ همدارنګه ویلي چې پردغه ریلګاډي ټول ۳۳ بریدګر یې وژلی او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل ژغورل شوي دي. خو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي يا بي اېل اې نن پنجشنبې د مارچ پر ۱۳مه مهال په یوه بیان بیان کې د پوځ دغه ادعا ناسمه بللې ده او ویلي یې دي چې په سیمه کې یې له سرتېرو سره نښتې اوس هم دوام لري او یوشمیرکسان تراوسه ورسره یرغمل دي.
روسی چارواکی: له اوکراین سره مو لنډ مهاله اوربند رد کړ

په داسې حال کې چې ټاکل شوې، روسیې ته تللی امریکایي پلاوی په اوکراین کې د لنډمهاله اوربند په اړه نن له روسي چارواکو سره خبرې وکړي، د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین یوه جګپوړي همکار له دغو خبرو څو ساعته مخکې له اوکراین سره هرډول لنډ مهاله اوربند ردکړ.
یوري یوشاکوف له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې چې نن پنجشنبې خپره شوې وویل چې د یوه اوربند لپاره د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ وړاندیز به چې کییف پرې سلا کړې، یوازې اوکراین ته وخت ورکړي چې پرځان هغه فشارونه کم کړي چې روسیې یې پرځواکونو راوستي دي.
اوشاکوف زیاته کړه چې په دې اړه یې خپل دریځ څرګند کړی چې دغه اوربند له دې پرته چې د اوکراین پوځ ته به د لنډې مودې لپاره په آرامۍ د ساه اخیستو فرصت برابر کړي، بل څه نه وړاندې کوي. هغه همدارنګه وویل چې په دې اړه یې یوه ورځ مخکې د مسکو دریځ په ټیلفوني خبرو کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ته هم بیان کړ.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکوف نن پنجشنبې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري. روسي چارواکو وویل چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د چهارشنبې په ورځ په اوکراین کې د لنډ مهاله اوربند د وړاندیز جزیات له روسیې سره شریک کړل او مسکو چمتو دی چې په اړه یې خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل چې دی هیله من دی چې کریملن به د امریکا له خوا وړاندیز شوی دیرش ورځنی اوربند ومني.