د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

د ترکیې ټول‎پوښتنه کې ګډون‎کوونکو د اساسي قانون تعدیل تائید کړ


د ترکیې حکومت وایي، په پرونۍ ټول‎پوښتنه کې ګډون‎کوونکو د اساسي قانون تعدیل تائید کړ.

په دې ډول به د ترکیې پارلماني سیسټم په جمهوري بدل شي.

په ترکیه کې د هغو کسانو شمېر چې د اساسي قانون تعدیل ته‌یې "هو" رأیه ورکړه، لږ پر هغو کسانو ډېر وو چې له دې پلان سره‌یې د مخالفت رأیې ورکړې دي.

د ترکیې حکومتي چارواکو پرون یکشنبه وویل چې ۵۱ اعشاریه ۳ فیصده خلکو چې په ټول‎پوښتنه کې یې برخه اخیستې وه، "هو" رأیه ورکړې ده.

د ترکیې اساسي قانون کې تعدیل د هغه هېواد د ولسمشر صلاحیتونه زیاتوي او ولسمشر رجب طیب اردوغان به تر ۲۰۲۹ میلادي کاله په قدرت کې پاتې شي.

ترکیه کې له هغو کسانو چې د رأيې ورکولو په شرایطو برابر وو، غوښتنه شوې وه چې د هغه هېواد په اساسي قانون کې د ۱۸مادو تعدیل ته "هو" یا "نه" رأیه ورکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په ټول‎پوښتنه کې د بري له امله، خپلو ملت‌پالو پلویانو ته مبارکي ورکړه.

ترکیه کې د رژیم عمده اپوزېسیون، د ترکیې د خلکو جمهوري ګوند د ۶۰ فیصده رأیو د بیا شمېرلو غوښتنه کړې ده او وايي چې ۳۷ فیصده رأیې چې د تعدیل په ګټه ګڼل شوي، سمې نه‎دي.

دې ګوند د ترکیې د انتخاباتو پر کمېسیون هم انتقاد کړی چې د رأیو د شمېرنې په بهیر کې یې په وروستۍ شېبه کې بدلون راوست او درغلیو ته‌یې لار پرانیستله.

په اساسي قانون کې د تعدیل د تائید لپاره د ساده اکثریت رأیو ته اړتیا وه.

د انتخاباتو کمېسیون ویلي چې نېږدې ۴۸ سلنه کسانو د تعدیل خلاف رأیه ورکړې وه.

په‎دې نظرپوښتنه کې نېږدې ۸۶ فیصده تُرکانو چې د رأيې ورکولو په شرایطو برابر وو، ګډون کړی وو.

د ترکیې او اروپايي اتحادیې نازک روابط هم له‎دې ټول‎پوښتنې سره تر زیاتو سؤالونو لاندې دي.

د ترکیې او اروپايي اتحادیې نازک روابط هم تر زیاتو سوالونو لاندې دي.
د ترکیې او اروپايي اتحادیې نازک روابط هم تر زیاتو سوالونو لاندې دي.

یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې په دې ټول‎پوښتنه کې د اردوغان بری ښايي د انقرې او بروکسل د اړیکو د پرې کېدو سبب شي.

اردوغان خلکو ته پرون وویل چې په اساسي قانون کې تعدیل ته "هو" ویل په ترکیه کې د بدلون ملاتړ دی او ټینګار یې کړی وو چې ډموکراتیکو ارزښتونو ته د ترکیې د خلکو پر لېوالتیا باور لري.

د ټول‎پوښتنې پلویان تر مخالفانو لږ برلاسي دي.

هغوی وايي چې د قانون تعدیل به د ترکیې له ثبات او د ډموکراسۍ له ودې سره مرسته وکړي.

خو مخالفان‌یې وايي چې د اساسي قانون تعدیل یوازې د اردوغان په ګټه دی، پارلمان به کمزوری کړي، قضا به سیاسي شي او د ولسمشر اجرائیه صلاحیت به زیات شي.

ترکیه کې د تېر کال د جولای له میاشتې چې د حاکم نظام پر ضد ناکامه کودتا وشوه، اضطراري یا بېړنی حالت ټینګ دی.

هلته د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته، لسګونه زره ترکان چې محصلان، د پوهنتونونو استادان، خبریالان او مدني فعالان په‎کې دي، بندیان شوي یا له دندو لیرې شوي دي.

له هغه راهیسې، په ترکیه کې څو مطبوعاتي ادارې هم تړل شوې دي.

په ترکیه کې لږ تر لږه ۵۵ میلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي وو.

په‎دې هېواد کې پرون د رأیې ورکولو څه باندې ۱۶ نیم زره مرکزونه پرانیستل شوي وو.

هغو ترکانو چې له ترکیې بهر مېشت دي، تېره اوونۍ رأیې ورکړې وې.

د ترکیې صدراعظم بن‎علي ییلدیریم چې د تعدیل پلوي یې کوله، پرون په ازمیر کې رأیه ورکړه او ویې‌ویل چې هېواد یې باید داسې پرېکړه وکړي چې معمولي نه‎ده.

بن‎علي ییلدیریم تېره شپه اعلان وکړ چې ټول‎پوښتنه کې ګډون‎کوونکو په اساسي قانون کې تعدیل تائید کړ.

XS
SM
MD
LG