د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۱۳

د جرمني ولسمشر پرون له افغان ولسمشر سره وکتل


د جرمني ولسمشر فرانک والترشتاین مایر پرون په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

ولسمشر شتاین مایر چې مقام یې تر ډېره تشریفاتي دی همداراز مزارشریف ښار ته نېږدې له جرمني سرتېرو سره هم وکتل.

د جرمني ولسمشر په افغانستان کې د جرمني سرتېرو د خدمت ستاینه وکړه خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې د ده حکومت غواړي افغان ځواکونه ډېر امنیتي مسؤلیتونه په غاړه واخلي.

شتاین مایر همداراز د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې بېلابېلې سیاسي ډلې سره نېږدې کړي او د پخلاینې لارې چارې ولټوي.

اوس مهال نه سوه څلویښت جرمني سرتېري د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دیره دي.

XS
SM
MD
LG