د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

په کندز کې د جګړې له وېرې بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي اړینو مرستو ته اړتیا لري


په دې وروستیو کې په کندز کې د وسله‌والو مخالفینو او دولتي ځواکونو تر منځ د جګړې له کبله سلګونه کورنۍ د کندز ښار اړوند د دم شاخ، ملاسردار او د تلوکې سیمې څخه بې‌ځایه شوې دي.

دغه بې‌ځایه شوي خلک دمګړۍ د کندز ښار اړوند د سه صد فامیلو په سیمه کې د دوبي په دې ګرمه هوا کې په ازاده فضا کې له خپلو ماشومانو سره شپې او ورځې سبا کوي او له حکومت څخه د اړینو مرستو غوښتنه کوي.

دغه بې‌ځایه شوي خلک وايي چې تر اوسه پورې له دوی سره اړوندو ارګانونو بشري مرستې نه‌دي کړي.

بې‌ځایه شوي: تر دا مهاله راسره مرسته نه‌ده شوې.
بې‌ځایه شوي: تر دا مهاله راسره مرسته نه‌ده شوې.

د دغو بې‌ځایه شویو په استازیتوب دوو تنو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"لس ورځې کېږې چې موږ له خپلو مېنو څخه بې‌ځایه شوي یو او په دې ډاک کې پراته یو، خو تر اوسه پورې چا زموږ پوښتنه نه‌ده کړې، موږ له خپل دولت څخه غواړو چې زموږ ستونزو ته رسیدګي وکړي."

"موږ د جګړې له کبله له خپلو سیمو څخه اواره شوي یو او دلته په دې سرو غرمو کې پراته یو، خو تر اوسه پورې له موږ سره مرسته نه‌ده شوې، خو ټولې مرستې شتمنو خلکو او اربابانو ته ورکړل شوې دي، دولت باید موږ ته توجه وکړي او موږ سره کمک وکړي."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا غړی مولوي خوش محمد نصرتیار چې د دغو بې‌ځایه شویو خلکو د وضعیت د لیدلو په هدف د کندز ښار سه صد فامیلو ته راغلی، د کندز پر سیمه‌ییزې ادارې همدارنګه پر مرکزي حکومت غږ کوي چې د دغو کورنیو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

مولوي خوش محمد نصرتیار
مولوي خوش محمد نصرتیار

نوموړي زیاته کړه:

"دغه خلک یوه میاشت مخکې هم له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي وو او دا دوهم ځل دی چې دغه خلک د جګړو له کلبه له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه کېږي، موږ له دولت څخه غواړو چې ډېر ژر له دغو بې‌ځایه شویو خلکو سره مرسته وکړي."

بل‌خوا د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس سید عبدالسلام هاشمي بیا وايي چې دوی د بې‌ځایه شویو کورنیو سروې پیل کړې او د سروې له پای ته رسېدو سره سم د اړینو مرستو وېشلو لړۍ هم پیلوي.

سید عبدالسلام هاشمي
سید عبدالسلام هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ته تر اوسه پورې ۱۵۰۰ عریضې رارسېدلي دي، خو موږ خپل سروې پیل کړې څو مستحق او خواران په ګوته ګړو او بیا وروسته پر هغوی اړینې بشري مرستې ووېشو."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو دوو کلونو کې د کندز ښار د نېږدې څنډو څخه همدارنګه د دې ولایت ولسوالیو څخه د روانو جګړو له کبله زرګونه تنه خلک له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي او اوس‌مهال د کندز ښار په بېلابېلو سیمو کې همدارنګه د هېواد په نورو ولایتونو کې له ستونزو ډکې شپې او ورځې سبا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېسیون ویلي وو چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې په کور دننه د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر ۱۵۰ زره تنو ته رسېدلی دی.

په یاد راپور کې د بې‌ځایه شویو کورنیو پر وضعیت باندې اندېښنه ښودل شوې وه.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG