د شفافیت د عامولو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې افغان حکومت دا ځل د پرانیستې حکومتوالۍ د پیلولو عملي اقدامات پیل کړي دي.
د جمهوري ریاست د پالېسۍ د عمومي ریاست د دفتر مرستیال عبدالسبحان رؤف چې د چهارشنبې په ورځیې په کابل کې د دغو عملي اقداماتو د پیلولو لپاره د مدني ټولنو سره مشورتي او انتخاباتي جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې وویل چې افغان حکومت د شفافیت عامولو ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د پرانیستې حکومتوالۍ لپاره موږ نن لومړنۍ رسمي ناسته د مدني ټولنو سره لرو، د دې پرانیستې حکومتوالۍ ډېر ټينګار پر شفافیت، معلوماتو ته په لاسرسي او الکترونیکي حکومتوالۍ دی."
حکومتي چارواکي ټینګار کوي چې عملي پلان د مدني ټولنو، د نړیوالو او دولتي استازو په ګډون جوړېږي او د عمل په برخه کې به ترې بیا جدي څارنه کېږي.
پرانیستې حکومتوالي یا په بل عبارت د شفافیت، حساب ورکونې، د خلکو د وړتیاوو لوړولو او د معلوماتو د تر لاسه کولو په برخه کې د حکومت پرانیستی ور چوکاټ په ۲۰۱۱ میلادي کال کې رامنځته شوی او د افغانستان په شمول ۶۸ غړي هېوادونه لري.
افغانستان د ۸۸ معیارونو په پوره کولو سره تېر کال د پرانیستې حکومتوالۍ غړیتوب تر لاسه کړ.
خو د عملي اقداماتو اخیستلو لپارهیې د چهارشنبې په ورځ د مدني ټولنو د شااوخوا ۳۵۰ غړو سره ناسته لرله چې له انتخاباتو وروسته به اول حکومت ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي او بیا به په ټولو کړنو او ژمنو عملي څار موجود وي.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي وايي چې خلکو ته د معلوماتو د لاسرسي او شفافیت په برخه کې دا مهم اقدام دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د دې مشارکت له غړیتوب سره افغانستان د حکومتوالۍ یوه نوي پړاو ته داخلېږي چې کله موږ دا ډول پرانیستې حکومتوالي ولرو د خلکو غږ او ستونزې ښې اورېدل کېږي چې په رڼا کې یې د حکومت چارې تغییر مومي او د ښې حکومتوالۍ په لوري ګامونه پورته کولای شو چې پر حکومت به د خلکو باور لوړ کړي."
د پرانیستې حکومتوالۍ د مجموعې له پوره کېدو وروسته دا ډله دنده لري چې د هېواد عملي پلان عملي کړي کوم چې نړیوالې ټولنې د ۵ څخه تر ۲۵ مېکانیزمونو او ژمنو په چوکاټ کې طرح کړی دی.
ښاغلی افضلي وايي چې که له دې وروسته حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راشي ممکن نړیواله ټولنه خپل دا اعتبار بېرته له افغانستان څخه واخلي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ