د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

په پاکستان کې د ۴۰ بندو ډلو غړي له ټولنیزو رسنیو استفاده کوي


په پاکستان کې د څه باندې ۴۰ بندو ډلو غړي په ازاده توګه په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت کوي.

دوی په ټولنیزو رسنیو کې خلک له خپلو ډلو سره د یوځای کېدو لپاره وربولي، پیسې ټولوي او د یوه تُندلاري اسلامي رژيم د ټینګښت لټه کوي.

په پاکستان کې ګڼې ډلې چې فعالیتونه‌یې بند دي په ټولنیزو رسنیو فېس‌بوک، ټویټر، وټس اپ او ټلګرام باندې فعالیت کوي.

اسوشیټېډ پرس ویلي ټول ټال ۶۵ ډلې له ترورېستي ګروپونو سره د اړیکو او یا مذهبي تاوتریخوالو ته د لمن وهلو په تور بندې دي چې شااوخوا ۴۰یې په پاسنیو ټولنیزو شبکو کې فعال اکونټونه لري.

له دې ډلې یوه د لشکر اسلام فېس‌بوک پاڼه ده چې په عکس‌یې د درېیو کسانو سوري ښکاري او لوستونکي پاڼې ته وربولي.

د پاکستان د فدرال تحقیقاتو د ادارې «اف ای اې» په حواله په ټولنیزو رسنیو کې د یادو ډلو اکونټونه خلک خپلو ډلو ته وربولي، پیسې ټولوي او د یوه تُندلاري اسلامي رژیم د ټینګښت په لټه کې دي.

د پاکستان د فدرال تحقیقاتو د ادارې یوه مقام د نوم د نه‌ښودلو په شرط اسوشیټېډ پرس اژانس ته ویلي:

"دا لکه د بندو شویو ګروپونو پارټي ده، ټول په ټولنیزو رسنیو کې موجود دي."

یاد مقام له ځینو بندو ګروپونو د حکومت له ملاتړ هم پرده پورته کړې او ویلي يې دي چې دا ډلې د دې لپاره په ټولنیزو رسنیو ازادې پرېښودل شوي چې په مټ‌یې استخباراتي معلومات ټول کړای شي.

د بېلګې په توګه په یوه فېس‌بوک پاڼه کې د افغان طالبانو سپین بیرغ ښکاري.

اخوا د لشکر طیبه ډلې د مشر حافظ سعید لپاره هم چې هند ورپسې ګرځي او د امریکا له‌خوا ترورېستي ډله پېژندل کیږي یوه پاڼه جوړه شوې ده.

د حافظ سعید په ژوندي یا مړي لس میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې، خو په نوم‌يې په فېس‌بوک کې پاڼه د خیریه ټولنې په توګه ثبت شوې او فعالیت کوي.

د فلاح انسانیت په نوم یوه ډله هم په ټولنیزو رسنیو کې فعالې پاڼې لري.

دا ډله د هند ضد وېډیوګانې پورته کوي، خلک‌یې پر ضد هڅوي، سوریه یو ناسور زخم بولي، په پاکستان هم د دې لپاره انتقاد کوي چې د امریکا خوا یې نیولې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت بیا د هغو فعالانو د څار او تعقیب امر هم کړی چې په لیکنو کې د پاکستان په حکومت او پوځیانو انتقاد کوي.

د پاکستان د فدرال تحقیقاتو ادارې ۷۰ تنه دغه فعالان نیولي و چې له ډلې یې لا هم دوه تنه په بند کې دي.

د اسلام‌اباد مېشتې د رسنیزو حقونو یوې مدافع ډلې غړی شهزاد احمد وايي د پاکستان د استخباراتو واکمنې ادارې د اصلاح غوښتونکو کسانو او هغو په وړاندې چې په حکومت او استخباراتي ادارو انتقاد کوي "اطلاعاتي جګړه" مخ ته وړي.

شهزاد وايي حکومت مذهبي ګروپونه د خپلو اهدافو د مخ ته وړلو لپاره کاروي.

دی وايي کومې ډلې چې اطلاعاتي جګړه مخ ته وړي په سیمه کې سره وصل دي او د مدرسو، جوماتونو، او ناستو مستقیمې خبرې په ټولنیزو رسنیو د دې لپاره په ارامه زړه لیکي چې فکر کوي څوک ورسره کار نه‌لري.

اخوا یو تن وبلاګر احمد وقاص ګورایا چې څه وخت مخکې تښتول شوی او ځورول شوی و وايي فکر کوي د «ای. اس. ای» کسانو دا کار کړی.

ګورایا وايي استخباراتي ادارې، پوځیان، افراطي ډلې او نور ګروپونه ټولنیزې پاڼې مخته وړي چې په‌کې د هند ضد افکار دودېږي او هغه فعالان تر حملو لاندې نیول کېږي چې د پوځ په واسطه د افراطیانو په کارولو انتقاد کوي.

د فېس‌بوک او ټويټر کمپنیو ویلي چې په خپلو پاڼو کې هېڅ ډول ممنوع فعالیتونو ته اجازه نه‌ورکوي او هغه پاڼې د څارګرو کارکوونکو او تخنیکي ډلو په مټ بندوي چې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

ټویټر وايي، ۳۶۷۸۹۰ اکونټونه‌یې تړلي دي چې ترورېزم ته‌یې لمن وهله.

د فېس‌بوک ادارې ویلي چې د دوی په پالېسۍ کې دا ډول اکانټونو ته اجازه نه‌شته.
د فېس‌بوک ادارې ویلي چې د دوی په پالېسۍ کې دا ډول اکانټونو ته اجازه نه‌شته.

د فېس‌بوک کمپنۍ ویاند کلار وارینګ «Clare Wareing» اسوشیټېډ ېرس ته په یوه برېښنالیک کې ویلي چې زموږ مقررات د خلکو او ګروپونو ترورېستي فعالیتونو ته اجازه نه‌ورکوي او داسې پوسټونه نه‌پرېږدي چې له ترورېزم نه په‌کې ملاتړ شوی وي.

خو دا دوه ټولنیزې شبکې چې په ټوله نړۍ کې په سلګونه میلیونه کسان‌یې غړیتوب لري وايي د اکونټونو او پاڼو د تړلو لپاره یوازې دوه فیصده غوښتنې دولتونو ورلېږلې وې.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG