د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

د کونړ والي: یو شمېر دیني عالمان په خپلو تقریرونو ځوانان داعش ته هڅوي


د کونړ چارواکي وايي، یو شمېر دیني عالمان د وسله‎والو طالبانو په ګټه تقریرونه کوي او ځوانان هڅوي څو داعش ته لاړ شي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په یوه غونډه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو ته په خپلو خبرو کې وویل، په ولایت کې یو شمېر دیني عالمان شته چې د دولت وسله‎والو مخالفینو او په ځانګړي ډول داعش ته کار کوي او ځوانانو ته داسې روحیه ورکوي چې د یادې ډلې جنګي صفونو ته داخل شي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

نوموړی وايي:

"داسې علمای کرام زموږ په ځینو سیمو کې شته چې مستقیماً دغې ترورېستي ډلې سره لاس لري او ځوانان مو هڅوي څو دغې ډلې سره یوځای شي."

والي وویل، هر عالم چې هغه زما د وطن او هېوادوالو د بدبختۍ لامل ګرځي هغه عالم نه‎دی او حکومت مجبور دی چې پر خلاف‌يې قدم پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ به ضرور د دوی په مقابل کې اقدام کوو، په‎دې نوم به بیا دا غوښتنه هم نه‎کوي او اعترض به هم نه‎کوي چې یا د مدرسې بې‌عزتي وشوه او یا د کوم عالم بې‌عزتي وشوه، ځکه هغه عالم چې ما وژني، هغه عالم چې افغانستان بدبخته کوي، هغه عالم چې ستا غوندې قومي مشر له‎منځه وړي، زه هغه ته د عالم په سترګه نه‌ګورم او هغه حقیقي عالم نه‎دی."

ښاغلي کلیمزي وویل، عالمان باید د مسلمان وژنې خلاف خپله دیني وجیبه ادا کړي او دې کار ته ناروا ووایي.

اخوا خلک هم وایي، یو شمېر دیني عالمان هره میاشت د دولت له بودجې معاشونه او نور امتیازات اخلي، خو کار او خدمت د دولت وسله‎والو مخالفینو ته کوي.

یو تن اخترګل وايي:

"جنګ ټول ملایانو جوړ کړی دی. د محلي پولیسو او د نورو افغان سرتېرو جنازې نه‎کوي وايي، دا کافر دي. تنخواګانې اخلي، خو جنازې نه‌کوي. یو څو دغه ډول ملایان شته چې د دولت او ولس په ګټه دي، نور ټول د دولت خلاف دي او تل‌يې مخالفینو سره مرسته کړې."

په کونړ کې د دیني عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالرحمن هم دا مني چې د دوی په منځ کې داسې کسان شته چې د دولت د مخالفینو په ګټه تقریرونه کوي، خو وایي د داسې کسانو معلومول د کشفي ارګانونو کار دی.

څو ورځې وړاندې د کونړ امنیه قوماندان دا منلې وه چې د ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش ډله فعاله شوې، په لیرې پرتو او ځنګل لرونکو سیمو کې یې روزنیز مرکزونه جوړ کړي، څو ځایه د یادې ډلې په وسله‎والو بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه هم وکړل چې ورته په‌کې مرګ ژوبله هم اوښتې او لا هم لګیا دي خپلو فعالیتونو ته‌يې دوام ورکړی دی.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG