د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د کونړ چارواکي: پاکستان په ۳ میاشتو کې لسګونه توغندي راتوغولي


د کونړ حکومتي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو په تېرو درېیو ورځو کې په سرکاڼو او دانګام ولسوالیو د توپونو په لسګونه ګولۍ راویشتلي چې په یوه کور کې يې دوه ماشومان ټپیان کړي دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، که څه هم چې د روژې په وروستیو ورځو کې د کونړ پر خاوره د پاکستاني ځواکونو توپچي بریدونو کې کمی راغلی و، خو له اختر راوروسته‌يې بیا شدت موندلی دی.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

ښاغلي کلیمزي وویل:

"د ډیورند د فرضي کرښې له هغې غاړې له ډېر وخت راهیسې د کونړ پر یو شمېر سیمو لکه سرکاڼو، خاص کونړ، دانګام او شلتن ولسوالیو بریدونه کېږي، خو د کوچني اختر څخه راوروسته بیا په سرکاڼو او دانګام زیات شوي دي چې د سرکاڼو په شونکړۍ سیمه کې يې دوه ماشومان هم ټپیان کړي دي."

ښاغلی کلیمزی وايي، له سرکاڼو، خاص کونړ، دانګام او د ډیورند پر کرښه له نورو پرتو ولسوالیو یو شمېر کورنۍ هم د دغو توپچي بریدونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې ځینو سره د دوی له‎خوا د اړینو موادو مرستې شوي، خو د سرپناه د نشتوالي په وجه ستونزو سره مخ دي.

والي وايي، په کونړ کې پراته افغان ځواکونه پاکستاني ځواکونو ته متقابل ځواب ورکولو ته چمتو دي، خو د مرکزي حکومت امر ته منتظر دي.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه:

"دا د پاکستان د حکومت او نظامیانو له‎خوا د افغانستان پر خاوره یو تجاوز او تېری دی، موږ د دغو بریدونو په اړه تل مرکزي حکومت ته راپورونه ورکړي، دلته ټول افغان ځواکونه پاکستانیو ځواکونو ته د ځواب ورکولو پوره چمتووالی لري، خو د مرکزي حکومت حکم ته انتظار باسي."

خلک وايي، په کونړ د پاکستاني ځواکونو له‎خوا له تېرو ۷ کالو د توپونو ډزې کېږي چې تر اوسه‌يې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او بې‌شمېره کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د توپچي بریدونو او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې او د افغان حکومت د مخالفینو روزل او تجهیزول د دې سبب شوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شي.

اوس د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو ښه‎والي ته یو څه هڅې پیل شوي او له بل لوري په پاکستان د امریکا فشارونه هم زیات شوي چې دا به وروسته معلومه شي چې د روغې جوړې روانې هڅې او د امریکا فشارونه به پاکستان دې ته کړي چې په افغانستان کې له لاسوهنو او توپچي بریدونو لاس واخلي او که بیا به هم دغو کارونو ته دوام ورکړي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG