د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

سیاوش: د م.م سازمان دې د پاکستان د راکټي حملو مخه ونیسي


د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي د ملګروملتونو سازمان ته د افغانستان په خاوره د پاکستان د حملو د مخنیوي په خاطر یو اعتراض لیک لیږي.

د ولسي جرګې غړي بکتاش سیاوش د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دې خط کې یې د دوه زرو څخه د ډيرو هېوادوالو لاسلیکونه راټول کړي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې په پاکستان فشار راوړي ترڅو په افغانستان له حملو لاس واخلي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر مرستیال ژمنه وکړه چې د افغانانو دا غوښتنه به د ملګروملتونو د امنیت شورا ترغونډې ورسوي.

د افغانستان په خاوره د پاکستان د راکټي حملو د غبرګونونو په لړ کې دا ځل د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي د خلکو له لاسلیکونو ډک یو اعتراض لیک ملګرو ملتونو ته لیږلی چې په دې اړه اقدام وکړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي بکتاش سیاوش په کابل کې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان تل د افغانستان له ګډوډ حالاته استفاده کړي او همدې هدف ته د رسیدو لپاره یي یوځل بیا د افغانستان په خاوره حملې ډيرې کړي دي.

ښاغلي سیاووش وویل، دې حملو د خلکو اندیښنې او احساسات راپارولي او له همدې امله دوی له ملګروملتونو غواړي چې د حملو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي:

″موږ د دې اعتراض لیک لاسلیکونکي په دې باوریو چې داسې جنایتکارانه اعمال باید له نړېوال غبرګون سره مخامخ شي.

موږ د ملګروملتونو د سازمان د مشر، د امنیت شورا او په کابل کې د دې سازمان له دفتره د دې ظلم د ختمیدو او د پاکستان ښکاره بریدونو د ژر پای ته رسیدو غوښتونکي یو.″

په همدې ډول ښاغلي سیاووش وویل، پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان لپاره ښه نیت نه دی درلودلای خو دا چې له ۲۰۱۲ وروسته دې هېواد د افغانستان په خاوره راکټي حملې ډيرې کړي نو باید ملګري ملتونه د پاکستان د دې ناوړه عمل مخنیوی وکړي.

د کونړ ولایت چارواکي وایي، ګاونډي هېواد پاکستان په تیرو څلورو کلونو کې په زرهاوو راکټونه دې ولایت ته راتوغولي چې ډیرځله د ځاني تلفاتو سربیره مالي زیانونه هم خلکو ته اړولي دي.

خو د ولسي جرګې دا غړی په ملګرو ملتونو انتقاد کوي چې کله یي هم د پاکستان د دې ناوړه عمل په وړاندې غبرګون نه ده ښودلای.

په همدې حال کې په کابل کې د ملګروملتونو دفتر د خلکو د دې اعتراض لیک په لیدو ژمنه وکړه چې د افغانانو دا شکایت به د ملګرو ملتونو تر امنیت شورا ورسوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان د دفتر مرستیال نیکولاس هایسم د خط په ځواب کې وویل:

″موږ دا درک کوو، چې دا د افغانستان لپاره یوه مهمه ستونزه ده او د امکان ترحده کوښښ کوو چې دا موضوع له اړونده مقاماتو سره شریکه کړو.

زه به دا موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې یاده کړم ترڅنګ به یي له پاکستان سره په دې اړه خبرې وکړم.″

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت څو ځله ویلي چې دوی د پاکستان سره دا موضوع ډیرځله یاده کړې خو پاکستان کله هم د دوی غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

د دې وزارت مرستیال عنایت الله نظري وایي، افغانستان په تیرو څو کلونو کې ددې ستونزې د حل لپاره له ټولو ممکنه لارو استفاده کړې ده:

″د افغانستان دولت او د دغه هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د دې قضیې د حل لپاره له دوه اړخه کار کوي، یو یې سیاسي اړخ دی چې دولت په سیاسي لحاظ د هغې د حل کیدو هڅې کوي او بل په نظامي برخه کې موږ له دې خوا ځواب ورکړی ده.″

د ولسي جرګې یوه غړي په داسې حال کې د لاسلیکونو او د خلکو د غوښتنو په راټولو او د ملګرو ملتونو تر دفتره د هغې په لیږلو اقدام کوي چې د وزیرانو شورا د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو څخه غوښتنه کړې وه چې د پاکستان حملو ته په وخت ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG