د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

پرکونړد پاکستان د راکټي حملو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو لیکنې


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو کې د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ پرکونړد پاکستان د راکټي حملو په اړه لیکنې اوتبصرې شوې دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې لیکلي سناتوران د پاکستان د حملو په اړه له ولسمشراشرف غني احمدزي سره ګوري.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي افغانستان باید له امریکا پوښتنه وکړي، چې ولې امنیتي او دفاعي تړون افغانان د پاکستاني له راکټي حملو نه شي خوندي کولای.

د لیکوال په باور امریکا هېڅکله هم د افغانستان له خلکو د دفاع نیت او اراده نه لري او نه یې هم په دې کې ګټه ده.

ویسا ورځپاڼې د کونړ ولایت د امنیه قوماندان له قوله لیکلي پاکستان بیا هم پنځه اویا راکټونه پر کونړ توغولي، چې یواځې ولسي خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

همدې ورځپاڼې لیکلي له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې امریکا له افغان امنیتي ځواکونو سره نږدې ۶۲ میلیارده ډالره مرسته کړې.

وړاندې په مطلب کې راغلي هرکال د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان امنیتي بنسټونو لپاره غیر معیاري تجهیزات اخیستل شوي دي.

هېواد ورځپاڼې د افغانستان د ملي دفاع د وزیر بسم الله محمدي له قوله لیکلي له افغانستان سره د امریکا د همکاریو قدرداني دې وشي.

محور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي طالبان د اختطافونو په بدل کې میلیونونه ډالره ترلاسه کوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د افغانستان په ختیځ کې طالبان خلک او چارواکي د پیسو لپاره اختطافوي او بیا د پېښور په کارخانو کې یې له کورنیو سره معاملې خلاصوي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د قومي مخورو او ملکانو په نامه ځينې کسان هم په دغو معاملو کې ښکېل دي او د مرکچیانوپه جامه کې د اختطافونو له لړۍ سره مرسته کوي.

همدې ورځپاڼې ته رسېدلي معلومات ښيي طالبانو د خلکو او چارواکو یو لوی لست له ځان سره لري او اوس یې تاکتیک بدل کړی، بندیان په خوندي ځای کې ساتي.

تر تیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG