د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۱۲

امریکا له یمن، سومالیا، جنوبي سوډان او نایجریا سره مرسته کوي


د امریکا متحدو ایالتونو له یمن، سومالیا، جنوبي سوډان او نایجریا سره د ۳۵۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دا ژمنه د جرمني په هامبورګ ښار کې د جي ۲۰ د هېوادونو په غونډه کې اعلان شوه.

امریکا په نړۍ کې تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی.

د ولسمشر ټرمپ ادارې ویلي چې د دغه هېواد بهرنۍ مرستې به په سلو کې ۳۰ لږې کړي.

په یمن، جنوبي سوډان، سومالیا او نایجریا کې د جګړو له کبله په لسګونو میلیون تنه د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG