د لاسرسي لېنکونه

شریف: د افغان حکومت بشپړ واک افغانستان کې امن را وستلی شي


د پاکستان صدر اعظم نواز شريف ويلي چي پاکستان د خپلو نړیوالو ملګرو په مرسته، په افغانستان کي د بشپړ امن طرفدار دی، خو دا امن هله راتلای شي چي افغان حکومت پر خپله خاوره مکمل واک ولري.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نواز شريف دا خبره تېر ماښام د یوې غونډې پر مهال وکړه چې په‎کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه تر څنګ دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د کورنیو چارو وزیر او یو شمېر سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG