د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۱

د فولکس واګون موټر جوړولو شرکت بېرته ایران ته ستنېږي


د فولکس واګون د موټر جوړولو شرکت له ۱۷ کاله ځنډ وروسته بېرته ایران ته ستنېږي.

د فولکس واګون د موټر جوړولو شرکت پرون سې شنبه وویل، راتلونکې میاشت کې به د دې شرکت د موټرو خرڅلاو بېرته د ایران په بازارونو کې پیل کړي.

د موټر جوړونې د دې جرمني شرکت د پروژو مدیر، اندرس سوند جېنسین ​«Anders Sundt Jensen» په یوې اعلامیه کې ویلي، ایران ته په ستنېدو به فولکس واګون شرکت د موټرو د بازار په نړیواله نقشه کې یو بل خالي ځای ډک کړي.

فولکس واګون چې په اروپا کې د موټرو د بازار مشري کوي، په ۲۰۰۰ میلادي کال کې پر ایران د نړیوالو بندیزونو له لګېدو وروسته له دغه هېواده ووت.

کله چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پر ایران د بندیزونو د لیرې کېدو موافقه وشوه، د موټر جوړونې فرانسوي شرکت رنولټ «Renault» هم اعلان وکړ چې د ایران د موټرو بازار ته د بېرته ستنېدو پلان لري.

XS
SM
MD
LG