د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د ملي امنیت د عمومي ریاست د پرېکړې له مخې به ټولې هغه انټرنټي پاڼې وتړي چې د افغانستان ملي امنیت ته خطر پېښوي او په ترهګرو ډلو پورې تړلې وي.
د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل اوسمهال له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه په هغه لېست کار کوي چې کوم او څومره وېبسایټونه باید وتړل شي.
دی وايي:
"یوازې هغه نشرات بندوو چې د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ پېښوي، د افغانانو ارام ژوند ته ګواښ پېښوي، تشدد او ترهګرۍ ته کار کوي، د افغانانو تر منځ نفاق ته لمن وهي دغسې وېبسايټونه بلاک کوو او محتوا بهيې له تړل کېدو وړاندې یو ټیم ګوري."
د ښاغلي ننګیال په خبره په هغو وېبپاڼو کې چې باید وتړل شي نهیوازې هغه وېبسایټونه شامل دي چې د دولت ضد خپرونې کوي او ترهګرو پورې اړه لري بلکې هغه انټرنټي پاڼې هم پهکې دي چې په افغانستان کې قومي او ژبنیو تعصبونو ته لمن وهي.
افغان حکومت په داسې حال کې دا اقدام کوي چې په کراتو په تبلیغاتي جګړه کې د وسلهوالو مخالیفینو د برلاسۍ په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د چارو یو شمېر کتونکي وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د مخالفینو په ګټه تبلیغات هغه څه دي چې د ولسي افغانانو ذهنیتونه خپل خوا ته اړولي او له دې اړخه افغان حکومت ډېر زیان ویني.
په ورته وخت کې د مخابراتو وزارت وايي چې په دوهم پړاو کې به د ټولنیزو رسنیو ټولې هغه پاڼې او اکاونټونه هم وتړل شي چې زهرجن تبلیغات کوي او ستونزې زېږوي.
وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم واخلو، خو ویاند یې د دې موضوع په اړه بېخبري وښوده.
اخوا د "نی" یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره د حکومت له دغه اقدامه هرکلی کوي، خو اندېښنه لري چې حکومت له تخنیکي اړخه د دغه اقدام د عملي کولو توان نهلري.
د دغې ادارې مسؤل مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ په همدې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وویل:
"زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډول وېبسایټونه بند شي، خو د قانون پر بنسټ، موږ فکر کوو چې د افغانستان تخینکي ادارې لکه د مخابراتو وزارت د دې تخنیکي توانايي نهلري چې د اسلامي امارت یا تش په نوم اسلامي دولت وېبپاڼې بندې کړي، نو په اتومات ډول به ورسره یو شمېر نور وېبسایټونه هم بند شي چې دا د بیان پر ازادۍ یو ګوزار دی. "
د ښاغلي خلوتګر اندېښنه دا ده چې حکومت به د تېر په څېر د دولت ضد ترهګریزو وېبپاڼو د بندولو سربېره د تخنیکي پوهاوي د نهموجودیت له کبله یو شمېر عمومي انټرنټي کانالونه هم وتړي.
دی وايي چې د دې وېره هم موجوده ده چې افغان دولت به له دې فرصته په ګټې اخیستنې د خپلو سیاسي مخالفینو انتقادي انټرنټي خپرونې هم بندې کړي، خو د مخابراتو وزارت بیا وايي، یوازې هغه وېبپاڼې تړل کېږي چې دولت ضد خپرونې کوي.
راپور: اکرامالله اکرام