له مرکز کابل څخه پکتيا ته د کوچيانو د لوی رئيس دلاور فيضان په مشرۍ راغلي پلاوي او د پکتيا علماوو په شريک تفاهم او تعهدونو په مشروط ډول د ولسمشر سلاکار وزير او پکتیا والي شميم کټوازي په ګډون، د ملکي او نظامي ادارو په هڅو پکتيا کې د تحصن ولاړې خیمې ټولې شوې.
دلاور فيضان د اعتراض کوونکو غوښتنې واورېدې او ژمنهيې وکړه چې دی به له ولسمشر سره د پکتياوالو دغه ستونزې په عاجل ډول شریکې او د حل لپاره بهيې اقدام کوي.
نوموړی وايي:
"په راتلونکي کې شخصاً زما، والي صاحب به خپله خبره وکړي او د ولسمشر دا تعهد دی چې د ولسونو په ما حق دی، زه به د لويې پکتيا او باالخصوص پکتيا لپاره به کار کوم، انکشافي پروژې به هم ورکوم او تقررات به هم ورته کوم نو انشاءالله د ولسمشر اراده د پکتيا لپاره ډېره زياته ښه ده او د همدې په خاطر چې دا اعتراض موجود وو، موږ په کابل کې دا وړتيا درلوده ځکه موږ راغلو او دلته مو د ولسونو، والي صاحب او ولسونو په منځ کې شته ټولې ستونزې هوارې کړې او ډېره مننه چې ټولو په ورين تندي ومنلې."
نوموړي وويل چې که بيا هم ولسمشر پکتياوال له پامه وغورځول او ستونزو يې همداسې دوام وکړ په خپله به هم له ولسونو سره درېږي او د دوی مشروع غوښتنې به عملي کوي.
د ولسمشر سلاکار وزير او پکتيا والي شميم خان کټوازي د خلکو غوښتنې پر ځای وګڼلې او څرګندهيې کړه چې د دوی ټوله هڅه همدغه ده چې پکتياوالو ته پاتې دوو کلونو کې ډېر کار وکړي او د معترضينو همدغه غوښتنې د ده لومړيتوبونه دي.
ښاغلي کټوازي زیاته کړه:
"د پکتيا ولسونو غوښتنه دا ده چې د دوی وخت بايد نور ضايعه نهشي او حکومت بايد په شريکه د دوی غوښتنو ته رسيدګي وکړي او ولسمشر د دوی غوښتنې واوري او د کار سلسلهيې هم داسې روانه کړې چې د دوی لومړنۍ غوښتنې او ضرورتونه بايد ولسمشر واوري او له هغه وروستهيې په منظم شکل پلي کړي، د دوی په غوښتنو کې پروژې او بېلابېل هغه کارونه شامل دي چې هغه زما کاري لومړيتوبونه هم دي او انشاءالله ترسره کوو بهيې."
د پکتيا د ولايتي شورا رئيس ډاکتر عالمير بهرامزوی وويل، د معترضينو غوښتنه په ملاقات او خبرو نه خُلاصه کېږي، ولسمشر بايد د دوی لومړيتوبونه او ضرورتونه په پام کې ونيسي او غږ تهيې عملي کار وکړي.
دی وايي:
"موږ له اولې ورځې نه دا ويلي چې هدف ملاقات نهدی د دې هدف دا دی چې ولسمشر عملاً بايد کار شروع کړي په دې ملاقات کې دی بايد عملاً په وزيرانو غږ وکړي او په مياشت، دوو مياشتو کې په لويو پروژو بايد دلته کار شروع شي او که کار نهشروع کوي او کار نهکوي، مجلس هم بېفايدې دی او ناسته هم نتيجه نهورکوي."
د ده په خبره، که غږ يې وانهورېدل شي بيا به په ورته اعتراضونو لاس پورې او ولس به د مرکزي حکومت په مقابل کې ودروي، د اعتراض کوونکو په استازولۍ ښايسته جان احدي هم همدغه خبره وکړه.
ده زیاته کړه:
"دا وعده مو وکړه او پرېکړه داسې شوې ده، که بيا هم په ټاکلې موده کې موږ يوه هفته غوښته، خو د فيضان صاحب د عزت او مېملستيا په خاطر او د والي صاحب په احترام چې د ده لومړۍ ورځ ده په ۱۵ ورځو کې بايد رئيس جمهور موږ سره د خبرو د پلي کېدو لپاره کې نهناستو او زموږ حقونه رانهکړل شول نو موږ به له نورو لارو چارو څخه استفاده وکړو."
نوموړي زياته کړه، د دوی اعتراض په مشروط ډول پای ته رسېدلی او دغه لګول شوې خیمې به په راتلونکي کې په ډېرو لويو اعتراضونو هغه مهال واړوي چې ولسمشر د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنهکړي.
درې ورځې وړاندې د پکتيا ولايتي شورا، مدني فعالانو او خلکو په دې خاطر د تحصن خیمې د يو خبري ناستې سره ولګولې چې ولسمشر په خپله کاري دوره کې دوی ته هېڅ پروژه نهده ورکړې، د دوی ۲۳۸ ښوونځي ودانۍ او د جوړېدو بودجه نهلري او په مرکزي حکومت کې د دوی سهم نهشته او ډېرې نورې غوښتنې يې د کاغذ پر مخ ليکلې رسنيو سره شريکې کړي.
راپور: داود تپان