په پکتيا کې د يکشنبې په ورځ ولايتي شورا، مدني ټولنو او خلکو يوه خبري ناسته کې له ولسمشره د خپلو حقونو اخیستو د غږ تر څنګ د ولايت مقام په مخکې د تحصن خېمې ودرولې، خو د دوی دغه اعتراض د دوشنبې په ورځ پکتيا ته د نوي والي شميم کټوازي له راتګ سره د لارې تر بندېدو ورسېده.
د کابل ګردېز لويه لار چې د سوېل ختيځ زون زرګونه کسان او موټر پرې تګ راتګ کوي د درېيو ساعتونو لپاره هغه مهال وتړل شوه چې والي د ولايت په مخکې ولاړو د تحصن خیمو څخه پرته له دې چې د تحصن کوونکو احساساتو کابو کولو په موخه له موټرو ورښکته شي او له پلاوي سره په ګډه لومړی د دوی غږ واوري هغې غونډې ته ورغی چې د ولايت مقام په داخل کې د ده د معرفي لپاره جوړه شوې وه.
مظاهرهچيانو نوی والي شميم کټوازی يو بېاعتنا کس او د دې مظاهرو لامل وګاڼه.
د ولايتي شورا منشي حفيظالله مبارز د پکتيا لپاره نوي ګمارل شوي والي شميم کټوازي او هغو مشرانو ته چې د لارې د خلاصون په موخه د کابل ګردېز لويې لارې د سړک پر سر مظاهرهچيانو سره ناست وو، وويل:
"موږ د تحصن خیمه درولې وه د خپلو مشروع غوښتنو لپاره حق لرو چې دا کار وکړو او دغه لاريون چې نن دی او کوم مشکل چې پېښ شوی دی لارې بندې شوې دي او هر څه شوي دي يوازنی لامليې والي صاحب تاسو ياست، که تاسو مدني ټولنو ته، ولايتي شورا ته، قومونو ته په بده او سپکه سترګه نهوي کتلي، نو دا مشکل نهپېښېده، علتيې همدا دی چې تاسو د پکتيا مسؤلين د دې وضعې مسؤلين يئ."
د دې مظاهرې نورو سمبالوونکو هم د والي او ورسره پلاوي سره د لارې د خلاصون او د مظاهرهچيانو کنټرول په خاطر د لويې لارې پر سر خپلې غوښتنې او احساسات داسې څرګند کړل.
ښايسته جان احدي وویل:
"اوله پښه دې وښویېده، پښه دې وښویېده ډېره سخته، زه دا درته وايم چې والي ځوان دی اشتباهات کوي او له اشتباهيې وکړه نورې به هم کوي، اصلي استازي د پکتيا مدني ټولنې، علما، ولايتي شورا په پارلمان کې هم کسان لرو نور څوک زموږ مشري نهشي کولای، له والي صاحب او صديقي صاحب څخه مو غوښتنه دا ده چې زموږ غوښتنې واورېدل شي او موږ له قوماندان صاحب او امر امنيت څخه مننه کوو چې زموږ امنيتيې ساتلی دی."
شفيقالله سحر بیا وايي:
"اساسي غوښتنه مو دا ده، جناب والي صاحب ژر تر ژره دې ولسمشر هغه وعدې چې له پکتياوالو سرهيې لاسليک کړې دي، بايد عملي کړي دوهمه غوښتنه دا ده چې د پکتیا مدني خوځښتونه، ولايتي شورا، علما ولسمشر ته ورشي او هغه ستونزې مخامخ ورسره شريکې کړي چې دوی ترې کړېږي."
نوي معرفي شوي والي شميم کټوازي د مظاهرهچيانو سره په مخامخ خبرو کې د لارې خلاصون غوښتنه وکړه او ژمنهيې ورسره وکړه چې د دوی غوښتنو ته د رسېدو لپاره به جدي اقدامات کوي.
نوموړی وايي:
"اول د هېڅ ټولنې، ګوند او ډلې غړی نهيم او نهکېږم، دوهمه دا ده چې اصلي خلک د پکتيا څوک دي چې له ولسمشر سره وګوري، ماته يو لېست راکړئ، زه دروغ نه درته وايم چې بيا به دلته د سړک پر سر-سره ولاړ يو، رئيس جمهور څلور ورځې نهشته خارج ته تللی دی، په ۱۵ ورځو کې زه تاسو ته وخت نهشم اخيستی. دا زما توانايي نهشته که بيا لاريون کوئ راځئ، کابل کې بهيې وکړو زه به هم درسره يم چې ګټه وکړي، درېيمه دا ده چې رئيس جمهور وعدې راسره کړې دي، زهيې منم چې په دوه نيم کالو کې خو پکتيا ته کار نهدی شوی، خو اوس زهيې هم منم، اوسيې وعدې کړې دي چې له اوليتونو او پروپوزلونو سره راشئ چې حليې کړو."
مخکې له دې مظاهرې شميم کټوازی د ولايت مقام په داخل کې یوې جوړې شوې غونډه کې سلګونه پکتياوالو ته له مرکز کابل څخه د راغلي پلاوي او سيمهیيزو ارګانونو استازو له لوري د والي په حيث وروپېژندل شو، چې ده په خپلو خبرو کې د ولسمشر له لوري ورسره شوې ژمنې له خلکو سره تازه کړې او وعدهيې وسپارله چې د ده په اداره کې به فساد نهوي او پکتيا کې به هغه کارونه ترسره کوي چې خلکيې لومړيتوب ګڼي.
راپور: داود تپان