په پکتيا کې ولايتي شورا، مدني فعالانو او خلکو په اعتراضونو لاس پورې کړی او د خپلو حقونو د ترلاسه کېدو لپاره يې د ولايت مقام په دروازه کې د تحصن خېمې درولې.
دا چې د ولسونو غوښتنه څه او له چا ده، د پکتيا ولايتي شورا رئيس عالمير بهرامزوی سره زموږ همکار داود تپان مرکه کړې.
نوموړي په خپله مرکه کې ويلي دي دوی ته مرکزي حکومت په هېڅ برخه کې پاملرنه نه ده کړې.