د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۲۱

شمالي کوریا نوی بالسټیک توغندی ازمویلی


شمالي کوریا وایي له یوې وچې بلې وچې ته نوی بالسټیک توغندی چې د نړۍ په هر ځای کې هدف ویشتلی شي، په بریالیتوب سره ازمویلی دی.

د شمالي کوریا دولتي ټلوېزیون د سې شنبې په ورځ وویل چې د هواسونګ ۱۴ په نوم دغه توغندی ۲۸۰۰ کېلومتره پورته والوت او له ۳۹ دقیقو الوتنې وروسته یې هدف وویشت.

د لوېدیځ د وسلو د چارو کارپوهان وایي، دغه توغندی چې نن شمالي کوریا توغولی د دې هېواد له خوا ترټولو بریالۍ ازموینه ده خو دوی هغه یومنځنی واټن ویشتونکی توغندی بللی چې اعظمي ترالاسکاپورې رسېدلی شي.

د جنوبې کوریا پوځ وویل دغه توغندی ۹۸۰۰ کېلومتره الوتی چې وروسته د جاپان ځانګړي اقتصادي زون ته نېږدې د جاپان په بحیره کې ولوېد.

XS
SM
MD
LG