د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۴

خبرونه

د ایران د وژل شوي مشر د میرمنې مړینه هم تایید شوه

د ایران وژل شوی مشر ایت الله خامنه ای ، ارشیف
د ایران وژل شوی مشر ایت الله خامنه ای ، ارشیف

ایراني رسنیو د اسراییلو په برید کې دایران د وژل شوي مشر ایت الله خامنه ای د میرمنې منصوره خجسته باقرزاده مړینه هم تایید کړه.

د ازادې اروپا راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د دوشبنې په ورځ ( د کب په ۱۱مه ) رپوټ ورکړ چې د خامنه اي میرمن په برید کې د کوما حالت ته تللې وه چې اوس یې سا ورکړه.

په ایران باندې بریدونو کې د خامنه ای د یوې لور ، نګور او زوم په شمول د کورنۍ یوشمیر نورغړي هم وژل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د افغان کډوالو خلاف اقدامات موقتاً ودرول

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت په موقتي ډول د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد عملیات درولي دي.

پولیس وایي چې دا اقدام یو اداري ګام دی او د تګلارې دایمي بدلون نه بلل کېږي. تر اوسه د قانون پلي کولو د بیا پیل لپاره کوم مهالوېش نه دی اعلان شوی.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان پر افغانستان د بریدونو له پیلولو سره هممهاله د خیبرپښتونخوا په شمول په ټولو ایالتونو کې د افغان کډوالو پر ضد اقدامات سخت کړي او ډېر شمېر یې نیولي دي.

پاکستاني رسنیو نن له موضوع سره د بلدو سرچینو په قول وویل چې دا ځنډ د ځینو اداري ملاحظاتو د ارزونې لپاره شوی دی. خو چارواکو دا نه دي ویلي چې عملیات به کله یا ایا بېرته پیل شي که نه. د پولیسو استازو بیا ټینګار کړی چې دا پرېکړه باید د پالیسۍ دایمي بدلون په توګه ونه ګڼل شي، بلکې یوازې د پلي کېدونکو اقداماتو موقتي درېدنه ده.

یونسیف د افغانستان - پاکستان په جګړه کې د ماشومانو پر وژل کېدو اندېښنه ښکاره کړه

یونیسف د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې پکې ویل شوي د افغانستان او پاکستان د جګړې له امله ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

یونسیف ویلي، که څه هم دوی د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو له نورو شریکانو سره په همغږۍ د دغو راپورونو د تایید هڅه کوي، خو له اوسه څرګنده ده چې ماشومان درنه بیه پرې کوي.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ دا اداره وايي، له سختو جګړو وروسته، هغه کورنۍ چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړوونکې زلزلې ژوندي پاتې شوې وې، اوس ورڅخه د خوندیتوب لپاره پولې ته نژدې د بې‌ځایه شوو له کمپونو د وتلو غوښتنه کېږي. دغه کمپونه د اړینو مرستو د برابرولو لپاره جوړ شوي وو، چې پکې سرپناه، خواړه، روغتیايي خدمتونه، خوندي اوبه او د حفظ‌الصحې اسانتیاوې، د ماشومانو لپاره خوندي ځایونه، او بیړنۍ زده‌کړه شاملې وې. دغو مرستو ۱۷ زره ژوندي پاتې شویو کسانو ته خدمت کاوه، چې نژدې نیمایي یې ماشومان دي.

یونیسف له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې زغم وښيي، د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي، او د نړیوالو او بشري حقونو د قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه ادا کړي.

ولسمشر ټرمپ : په ایران کې ګن اهداف ترلاسه شوي دي

ولسشمر دونالد ټرمپ ، ارشیف
ولسشمر دونالد ټرمپ ، ارشیف

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې امریکايي عسکرو ته د مډالونو د ورکړې په مراسمو کې یوځل بیا وویل چې په ایران باندې د امریکا روان برید څلور اهداف لرې ; دایران راکټي وړتیا ختمول، د ایران د سمندري ځواکونو له مینځه وړل ، له اټومي پروګرام او "تروریستو" ډلو ته د وسلولیږلو څخه د ایران لاس اخیستل.

ټرمپ وویل چې امریکايي ځواکونو تراوسه لس ایراني جنګي بیړۍ غرقې کړي دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د امریکا اردو له هغه پلانه چې مخکې یې جوړ کړی وو ډیره مخکې شوې او تراوسه یې خپل اهداف ترلاسه کړي خو کیدای شي نور وخت هم وغواړي.

د برتانیې استازي د وضعیت په اړه کابل کې چارواکو سره خبرې وکړې

د افغانستان او پاکستان ترمینځ شخړه ، ارشیف
د افغانستان او پاکستان ترمینځ شخړه ، ارشیف

د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو سره دپاکستان او افغانستان ترمینځ د روانې شخړې په هکله خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په انلاین غونډه کې د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع او رچارډ لینډزی ترمینځ د افغانستان او دسیمې د روانو حالاتو په هکله خبرې وشوې.

خبر زیاتوي چې بریتانوي استازي ریچارد لینډزي ویلي چې لندن وضعیت له نږدي څاري ، جنګ د حل لاره نه ده نو ښه به وي چې منځګړي هیوادونه لاس په کار او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

ملا عبدالواسع ویلي چې دطالبانو حکومت تل د نړۍ ، سیمې او ګاوڼدیو هیوادونو سره د حسنه اړیکو ټینګار کړی ، افغانستان او پاکستان له پخوا ښې اړیکې او همکارۍ لرلې اود مذاکراتو ټیم له دوی سره ناستې کړي خو په ټکو یې "د هغوی دغیرمعقولو غوښتنو له امله هم مذاکرات بې پایلې وو او هم یې جنګ غوره کړ چې عواقب به یې ښه نه وي."

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ځواکونو او پاکستاني قواوو ترمینځ نښتې او هوايي بریدونه دوام لري او د دوشنبې په ورځ په کنړ دپاکستاني لورې په بریدونو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې رپوټ هم ورکړل شو.

د افغانستان په لسو ولایتونو کې د وریا اټکل

افغانستان ، ارشیف
افغانستان ، ارشیف

نن سه شنبه د افغانستان په لسو ولایتونو کې دواورې او باران اټکل شوی دی.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست نن په فراه ، غور، بامیان ، دایکندي ، سرپل، بلخ ، جوزجان ، فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.

د باران اندازه له ۱۰ تر۲۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰تر۲۰ سانتي میترو اټکل شوې ده.

د ملګرو ملتونو دبشری چارو د همغږۍ ادارې په خپل وروستي رپوټ کې وویل چې سږ ژمی د افغانستان په ځینو برخو کې د واورې پوښښ د تیر کال د ورته مودې پرتله خورا ښه حالت کې دی.

د دې ادارې په ټکو، د واورې او بارانونو زیاتوالی ممکن د پسرلي موسم د غنمو په کښت او تر ټولو مهم، د نويو کرل شوي تخمونو په ځانګړې توګه په وچو یا للمو سیمو کې یې پر ودې مثبته اغیزه ولري.

افغانستان او هندوستان په جون میاشت کې دری یو ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه لري

د افغانستان او هندوستان د یوې پخوانۍ لوبې انځور
د افغانستان او هندوستان د یوې پخوانۍ لوبې انځور

تمه ده په جون میاشت کې د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي ټیمونه یوه ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د هندوستان کرکټ بورډ نن دوشنبې تایید کړه چې د جون له شپږمې تر لسمې به ټیسټ لوبه وشي.

یو ورځنۍ لوبې به د جون ۱۴مې، ۱۷مې، او ۲۰مې ته پلان شوي دي.

دا لوبې د هند په کوربه توب په څلورو سټډیومونو کې ترسره کېږي.

له هند سره تر لوبو مخکې به افغانستان په شاوخوا لسو ورځو کې له سریلانکا سره مخ شي.

افغانستان به د سریلانکا په وړاندې لومړی درې شل اووریزې او بیا به درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

دمګړۍ افغان ټیم د سریلانکا په وړاندې لوبو ته یو تمریني کمپ په خوست کې پيل کړی.

طالبان وايي په پاکستان کې یې په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي

طالب عسکر یوه سرحدي سیمه کې
طالب عسکر یوه سرحدي سیمه کې

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې پاکستان کې یې یو شمېر مهم پوځي مراکز په هوايي بریدونو کې هدف ګرځولي.

د دغه وزارت ادعا کړې چې پرون یې د راولپنډۍ نورخان اډه، بلوچستان کوټه ۱۲نمبر قول اردو، خیبر پښتونخوا مهمندو ایجنسي خویزو کمپ او ‏غلني پوځي اډو باندې چې مهم پوځي تأسیسات او مراکز دي کارنده هوايي حملې کړي او ډېر زیان یې اړولی دی.

طالبان د ډرون په واسطه په پاکستان بریدونه کوي.

دفاع وزارت ویلي دا بریدونه یې په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کړي.

پر ایران د بریدونو دریمه ورځ؛ ایران هم ځوابي حملې کړي

تهران
تهران

نن پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو دریمه ورځ ده. دوشنبه سهار وختي د اسراییلو پوځ تایید کړه چې پر تهران یې د بریدونو تازه لړۍ پیل کړې.

د ایران تسنیم خبري اژانس منلې چې تهران کې درنې چاودنې شوې دي.

په ځواب کې یې ایران بیا په اسراییلو او خلیج هېوادونو ډرون او توغندیز بریدونه کړي.

د قطر پلازمینه دوحه او د بحرین پلازمینه منامه کې له سهاره د خطر زنګونه لګېدلي او د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د اماراتو ګڼمېشتی او تجارتي ښار دوبی او د عراق د کردستان اقلیم اربیل کې هم چاودنې شوې دي.

په خلیج هېوادونو کې لسګونه کسان د ایران په بریدونو کې ټپیان شوي او لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي.

اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دریو امریکايي عسکرو په وژل کېدو سخت خواشینی دی. هغه دا خبره بېګا پر ایران د بریدونو په اړه د جزییاتو د بیان په وخت وکړه.

ټرمپ وویل چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ سنټکام په حواله دری امریکايي سرتیري یکشنبه وژل شوي. د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۵ امریکايي عسکر سخت ژوبل دي.

ایران په سیمه کې د امریکا پوځي اډې تر ډرون او توغندیزو بریدونو لاندې راوستي.

په منځني ختیځ کې له کړکیچ سره د تیلو بیې لوړې شوي

پرایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته او په سیمه کې د جګړې له پراخیدو سره د تیلو بیه لس سلنه زیاته شوې.

د یکشنبې په ورځ د برینټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه شاوخوا اتیا ډالرو ته پورته شوه. د رویترز په وینا کارپوهان اټکل کوي چې په منځني ختيځ کې د روانې جګړې له امله به ښایي د یوه بیرل تیلو بیه ترسل ډالرو پورې اوچته شي. د رویترز د راپورله مخې په داسې حال کې چې پوځي بریدونه په خپله د تیلو د بیو د زیاتوالي سبب شوي، د هرمز تنګي بندول یې یو مهم فاکتوربلل کیږي. د نړۍ څه باندې شل سلنه تیل د هرمز تنګي له لارې لیږدول کیږي. یوشمیرسرچینو ویلي، وروسته له هغې چې تهران کشتیو ته خبرداری ورکړچې له هرمز تنګي څخه دې له تیریدو ډډه وکړي، د اومه او نورو تیلو او اوبلن ګازو لیږدونکو کشتیو خپل فعالیتونه درولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG