د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۵۴

د تاتارستان په زینسک کې د ټکر له امله ۱۳ تنه وژل شوي


د روسیې دولتي خبري اژانس تاس وايي، د تاتارستان جمهوریت زینسک ښار ته نژدې د یوې لارۍ او یوه بس په ټکر کې لږترلږه ١٣ تنه وژل شوي.

تاس خبري اژانس د پولیسو د سیمه‎ییزې ادارې د ویاند له قوله وویل، دا پېښه نن یکشنبه سهار وختي وشوه.

ویل شوي چې له ټکر سره سم په دواړو موټرونو کې اور ولګېد.

XS
SM
MD
LG