د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د سعودي د امنیتي ځواکونو او شیعه وسله والو ترمنځ نښتې


د سعودي عربستان په ختیځ کې د العوامیه په ښارګوټي کې د امنیتي ځواکونو او شیعه وسله والو ترمنځ په نښته کې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي دي.

د شیعه و په دغه ښارګوټي کې د پنځه ویشت او دیرش زرو ترمنځ خلک اوسي.

په دغې سیمې کې وروسته له هغه نښتې وشوې چې حکومت پنځه سوه کورونه په بلدوزرونو هوار کړل.

دا کورونه څو پیړۍ پخواني وو.

چارواکي وایي چې دا ځای د سیمه ییزو وسله والو په پناهځای بدل شوی و.

د العوامیه په ښارګوټي کې د لرغونو کورونو د ورانېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو او شیعه وسله والو ترمنځ ډزې تبادله شوې.

دا شخړه په داسې وخت کې رامنځته شوې ده چې په خلیج کې هسې هم د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکي نور پسې کړکېچن شوي دي.

د سعودي عربستان او د دغه هېواد د پخواني متحد قطر ترمنځ هم اړیکې خراب شوي دي.

بولدزرونو د مې په لسمه په العوایمه ښارګوټې کې په سلګونو کورونه ویجاړ کړل.

په نښته کې لږ تر لږه شپږ امنیتي ځواکونه، شپږ شیعه وسله وال او یو شمېر ملکیان وژل شوې دي.

په دې سیمه کې یوه پخوانۍ څلور سوه کلنه کلا ده چې لوړ دېوالونه لري.

العوامیه د سعودي عربستان په ختیځ کې ده.

د عربستان د تېلو لویې زېرمې هم په ختیځ کې دي خو په العوامیه کې کار نه دی شوی حتی روغتون نه لري.

د عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند تورن جنرال منصور الترکي اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وویل چې په العوامیه سیمه کې د رغونې د پروژو له پیل سره ترورستانو وسله وال فعالیت زیات کړی دی.

په دې ښارګوټي کې پر هغو امنیتي ځواکونو چې ګزمه کوي هر وخت ډزې کېږي.

دلته پر کزمه کوونکو سرتېرو تل ډزې کېږي.
دلته پر کزمه کوونکو سرتېرو تل ډزې کېږي.

پولیسو وویل چې د جنوبي اسیا یو کارګر چې د دې ښار د رغونې په یوې پروژه کې کار کاوه د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

مدني فعالان وایي چې امنیتي ځواکونه تل د دې ښارګوټي په لارو کوڅو کې د تېرېدو پر مهال ډزې کوي چې د دې ډزو له امله یو ځل یوه دوه کلنه نجلۍ ووژل شوه.

په العوامیه کې وروسته تر دې عملیات ودرېدل چې درې دیرش کلن شهزاده عبدالعزیز ابن سعود د کورنیو چارو نوی وزیر وټاکل شو.

د کورنیو چارو د نوي وزیر پلار د عربستان د ختیځ ولایت والي دی، په دې ولایت کې چې العوامیه هم پکې ده، اکثر سعودي شیعه ژوند کوي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس څرګندوي چې د العوامیه خلک له ویرې له رسنیو سره خبرې نه کوي، خو د دې ښارګوټي یو پخوانی اوسیدونکی امین النمر چې په دوه زره یوولسم کال کې بریتانیا ته تللی، دغه اژانس ته ویلي چې د ښار د تاریخ د له منځه وړلو لپاره دا کار کېږي.

XS
SM
MD
LG