د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

جواد ظریف: د امریکا او سعودي تړون بهرنۍ پالېسي ده او که د سعودي "لوشل"


په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو ګڼو مشرانو ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ وینا د ایران له سخت غبرګون سره مخ شوه.

ایراني چارواکو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ په وروستیو خبرو چې ایران‌یې د ترورېزم تمویلوونکی بللی، انتقاد کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا او سعودي تر منځ د وسلو او نورو پانګونو په برخه کې په شویو تړونونو انتقاد کړی او وړاندیز یې کړی چې د دغه عربي هېواد تګلارې د ده په خبره باید د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې حملو په‌خاطر ملامتې بلل شوې وی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

ظریف په خپل ټویټرپاڼه کې د امریکا او سعودي تر منځ د هغه په خبره ۴۸۰ میلیارده ډالرو معاملې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا بهرنۍ پالېسي ده که د سعودي "لوشل".

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي چې امریکايي چارواکو سعودي عربستان ته په وروستي سفر کې د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د دفاعي او امنیتي تړون په شمول د ټولو سوداګریو لپاره د ۳۵۰ میلیارده ډالرو تړونونه لاسلیک کړل.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل‌الجبیر ویلي چې دغو معاملو څه باندې ۳۸۰ میلیارده ډالره ارزښت درلود.

دا ټول تړونونه د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پادشاه سلمان بن عبدالعزیز په حضور کې رد او بدل شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ایران انتخاباتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي دغه هېواد چې تازه رښتیني انتخابات تېر کړل، د امریکا ولسمشر د "هغه هېواد" چې د ډموکراسۍ او منځ‎لارۍ بنسټ دی، حمله پرې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څو ساعته وروسته له هغه پرون دغه ټویټ کړی چې په سعودي کې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس د ګڼو اسلامي هېوادونو مشرانو ته په وینا کې پر ایران تُند انتقادونه وکړل.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په سعودي کې پرون د اسلامي هېوادونو په هغې غونډه کې چې له ترورېزم سره د مبارزې پر لارو چارو جوړ شوی و ایران د ترورېستانو یو اصلي تمویلوونکی وباله.

ټرمپ: ایران د ترورېستانو یو اصلي تموویلونکی هېواد دی.
ټرمپ: ایران د ترورېستانو یو اصلي تموویلونکی هېواد دی.

​د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل:

"له لبنان نیولې تر عراق او تر یمن پورې ایران ترورېستي، ملېشه او نورې افراطي ډلې تمویلوي، وسلې ورکوي او روزي یې څو په سیمه کې ورانی وکړي او ګډوډي رامنځته کړي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیا پرون لندن مېشتي "العربي الجدید" وېب‎سایټ ته په یوه مقاله کې لیکلي چې:

"د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر باید له هغوی «سعودي عربستان» سره په دې خبرې پیل کړي چې څنګه د هغو ترورېستي او تکفیري ډلو مخه ونیسي چې د خپلو تمویلوونکو پر مټ سیمه کې جګړه تودوي او په لوېديځو هېوادونو کې د سپټمبر ۱۱مه «د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱» په څېر حملې کوي."

د سعودي ځیني منتقدین په دې باور دي چې د دغه هېواد سخت دریځ د سُني افراطي ډلو چې تکفیري ډلې یې هم بولي، د پیاوړي کېدو لامل کېږي.

په همدې سبب هم ځیني خلک سعوديان د امریکا متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر ۱۱مې ترورېستي پېښې په خاطر مسؤل بولي.

په دې نېټه په نیویارک کې د نړۍ پر سوداګریزو ټاورونو حمله کې چې د الوتکو په واسطه وشول ۱۹ سعودیان هم شامل وو.

خو سعودي عربستان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر میاشتې له حملې سره د خپل حکومت اړیکه ردوي.

د اکثر شیعه مېشته ایران او سُني مېشته سعودي عربستان تر منځ په سیمه کې سخته سیالي روانه ده او هر لوری تور لګوي چې د یو بل د مذهبونو د کمزوري کولو لپاره هڅې کوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG