د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

افغانستان

د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۳ سرتیري وژلي

له هرات ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د یو ماین چاودنې د هرات – خواف د اورګاډي د پټلۍ د ساتونکې قطعې درې سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دا پېښه نن غرمه په غوریان ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پولیسو یو رینجر موټر په سړک کې پر اېښودل شوي ماین وخوت.

د هرات د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې امنیتي ځواکونو د دې پېښې د عاملینو لټون پیل کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له افغانستانه د وتلو پر مهال د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو د درناوي لپاره غونډه جوړېږي

د امریکا د استازیو جرګې رییس مایک جانسن
د امریکا د استازیو جرګې رییس مایک جانسن

د امریکا د استازیو جرګې رییس مایک جانسن به له افغانستانه د وتلو پر مهال د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو د درناوي لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

هغه به نننۍ غونډه کې دغو قربانیانو ته د کانګرس تر ټولو لوړ مډال ډالۍ کړي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه او ګډوډه وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

دواړو دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو د ۱۳ امریکایی قربانیانو د یادولو لپاره د پریکړه لیک ملاتړ وکړ، کوم چې ولسمشر بایډن د هغه کال په ډسمبر کې لاسلیک کړ.

دغه غونډه به د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات مشرانو په ګډون به د کانګرس په ودانۍ کې جوړه شي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې له کابل څخه د امريکايي ځواکونو د ګډوډه وتلو په اړه بحثونه اوج ته رسېدلي او د امريکا په انتخاباتي کمپاين کې د يوې وسيلې په توګه کارول کېږي.

جانسن دا غونډه په داسې وخت کې وبلله چې ټاکل شوې څو ساعته وروسته د ډیموکرات ګوند کاندیده کاملا هاریس او جمهوري غوښتونکی ډونالډ ټرمپ لومړۍ مناظره وکړي.

طالبان: یونسکو دې د غور د جام څلي د نړېدو مخه ونیسي

په غور کې د جام څلی یا منار جام
په غور کې د جام څلی یا منار جام

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له یونسکو څخه وغوښتل چې د غور ولایت جام منار یا جام څلی له نړېدو وژغوري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال وزیر عتیق‌الله عزیزي د غور ولایت په شهرک ولسوالي کې د جام څلي د لیدو پر مهال وویل چې وروستیو سېلابونو دا منار سخت زیانمن کړی او که نور سېلابونه راشي یا کومه بله طبیعي پېښه وشي، ښايي یومخ ونړېږي.

عزیزي دا هم وویل چې د جام څلي ساتنه د یونسکو مسوولیت دی او د ملګرو ملتونو له دې علمي، کلتوري او تعلیمي ادارې غواړي چې د دې څلي د نړېدو مخه ونیسي.

د غور د جام څلی په ۲۰۲۲م کال کې د یونسکو له خوا د نړۍ د فرهنګي میراثونو په فهرست کې ثبت شو.

دا څلی ۶۵ متره لوړ دی او د هند په ډیلي کې له قطب منار څخه وروسته په نړۍ کې د خښتو دوهم لوړ څلی دی.

د جام څلی د سلطان غیاث‌الدین غوري د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی.

بريتانيا د کارکوونکو د بې‌اعتباره بللو وروسته د افغانستان سفارت د تړلو پرېکړه کړې

په لندن کې د افغانستان سفارت
په لندن کې د افغانستان سفارت

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په لندن کې د افغانستان د سفارت د بندولو پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې طالبانو د دغه سفارت کارکوونکي بې اعتباره وبلل.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سفارت له بندولو سره سره دوی له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او ډېرو محتاجو خلکو ته بشري مرستې برابروي.

وروسته له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څوارلس ډیپلوماتیک ماموریتونه له کابل سره د تعامل نه کولو په خاطر بې اعتباره اعلان کړل، بریتانیا په لندن کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتانو ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړ چې سفارت بند کړي او په خپله یا د پناه غوښتنه وکړي او یا له دې هېواده ووځي.

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ لوبې لومړۍ ورځ د باران ورېدو له کبله پیل نه شوه

د هندوستان د ګریټر نویډا لوبغالی
د هندوستان د ګریټر نویډا لوبغالی

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه، پرون د باران د اورېدو له کبله پیل نه شوه او اوس ټاکل شوې ده چې دا سیالي د پنځو ورځو په ځای په څلورو ورځو کې وشي.

نن سې شنبه به د باران د نه اورېدو په صورت کې سیالي د سهار په ۹ بجې پیل او د شپې تر ۱۰ بجو دوام وکړي.

د هوا پېژندنې اټکل ښيي چې نن ټوله ورځ د باران احتمال شته، خو شدید به نه وي.

له دې کبله تمه شته چې په لندبله هوا کې څه ناڅه لوبه وشي.

د چهارشنبې په ورځ د باران اټکل نه دی شوی.

په پاتې ۴ ورځو کې به هره لوبډله ۹۸ اورونه لري.

په پام کې ده چې نن سهار ۹ بجې پچه واچول شي.

دا ټېسټ سیالي د افغانستان په کوربه‌توب د هند په ګرېټر نویډا لوبغالي کې کېږي.

قُمي: له افغانستان او پاکستان سره د سرحدي دېوال د جوړولو چارې مخکې لا پیل شوي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او په کابل کې سفیر کاظمي قُمي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او په کابل کې سفیر کاظمي قُمي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او په کابل کې سفیر کاظمي قُمي وايي، له افغانستان او پاکستان سره د سرحدي دېوال د جوړولو چارې مخکې لا پیل شوي دي.

قُمي پرون دوشنبې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د دې اقدام غوښتنه کړې ده.

ده یادونه وکړه چې ایران د سرحد د امنیت په برخه کې د افغانستان د طالبانو له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د ایران استازي زیاته کړه، دواړه لوري له تروریزم سره د مبارزې، د نشه یی توکو د قاچاق د مخنیوي او د متقابلو ګټو په مسئلو کې همکاري کوي.

له اړمنو افغانانو سره د اروپايي ټولنې د ۲۵ میلیون یورو مرستې هرکلی وشو

د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اروپايي ټولنې د ۲۵ میلیون یورو مرستې هرکلی وکړ.

دغه پروګرام پرون دوشنبې په یوه بیان کې، چې پر خپله ویبپاڼه یې خپور کړی، ویلي چې دا پیسې به دوی ته دا امکان برابر کړي چې له یو شمېر خورا زیانګالو کورنیو سره د خوراکي موادو یا نغدو پیسو مرسته وکړي.

همداراز به د اروپايي ټولنې په مالي مرسته امیندوارو ښځو او میندو او تر پنځه کالو کشرو ماشومانو ته خوراکي مواد مهیا کړي.

ولکر ترک: افغانستان کې ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند مخه بايد ونيول شي

طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف
طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف

د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مه غونډه کې (د سپتمبر په ۹مه نېټه) له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند او په اوکراین کې د جګړې د دوام مخه ونیسي.

هغه وویل، د طالبانو حکومت چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له وتلو وروسته د افغانستان مشري په غاړه اخیستې ده، طالبانو د ښځو پر وړاندې کرکه لرونکي قوانین او سیاستونه په خورا سخت شکل پلي کړي چې له‌مخې یې ښځې له عامه ژوند څخه بې‌برخې دي.

تمه ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنیټ هم نن خپل راپور وړاندې کړي.

د دې راپور په یوه نسخه کې چې مخکې خپره شوې، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا حساس او ستونزمن بلل شوی او طالبان په ښځو او نجونو د لا زیاتو بندیزونو په لګولو تورن شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۷مه غونډه نن دوشنبه د سپټمبر په ۹مه په جینوا کې پیل شوه او د اکتوبر تر ۱۱مې به دوام وکړي.

بريتانيا: د افغان سفارت کارکوونکو د بې‌اعتباره اعلانېدو وروسته لندن کې د ياد سفارت د تړلو پرېکړه شوې

په لندن کې د افغانستان سفارت
په لندن کې د افغانستان سفارت

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لندن کې د افغانستان د سفارت د بندولو پرېکړه یې وروسته له‌دې وکړه چې طالبانو د دغه سفارت کارکوونکي بې‌اعتباره وبلل.

دې وزارت د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، پر ډيپلوماټیکو اړیکو د ویانا کنوانسیون د اصولو له‌مخې افغانستان په خپلو سفارتونو کې د کارکونکو له دندې ګوښه کولو مسوول دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبې) ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سفارت له بندولو سره سره دوی له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او ډېرو محتاجو خلکو ته بشري مرستې برابروي.

وروسته له‌دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څوارلس ډیپلوماتیک ماموریتونه له کابل سره د تعامل نه کولو په خاطر بې‌اعتباره اعلان کړل، بریتانیا په لندن کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتانو ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړ چې سفارت بند کړي او په خپله یا د پناه غوښتنه وکړي او یا له‌دې هېواده ووځي.

طالب چارواکي: ځاځي ميدان کې له پاکستاني پوله‌ساتو سره جګړه پای ته رسېدلې

د خوست نقشه
د خوست نقشه

په خوست کې طالب چارواکو ویلي، په ځاځي میدان کې له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه تر دوو ورځو وروسته پای ته رسېدلې.

د والي ویاند مستغفر ګربز دا خبره ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل چې نن تلفات نه‌دي اوښتي، خو له سیمې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، چې په جګړه کې یو طالب عسکر وژل شوی.

سرچینې ادعا کړې چې ۱۳ پاکستاني سرتیري هم د هاوان مرمۍ په لګېدو سره ژوبل دي.

جګړه دوه ورځې مخکې وروسته له هغه پیل شوه، چې په دوو سیمو کې طالب ځواکونو پوستې جوړولې خو پاکستاني ملېشه‌و یې مخه نیوله.

د ازادي راډیو مشال څانګې د یوه قومي مخور په حواله راپور ورکړی، چې یو پاکستانی عسکر وژل شوی.

د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د پاکستان په راکټي بریدونو کې لږ تر لږه اته ولسي وګړي ژوبل شوي.

خلکو همداراز ویلي چې ځینې کسان د جګړې له ویرې له خپلو کورونو وتلي دي.

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده

د هندوستان د ګریټر نویډا لوبغالی
د هندوستان د ګریټر نویډا لوبغالی

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې لومړې ورځ پرته له لوبې کولو پای ته ورسېده.

د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د تېرې شپې ورښتونو لوبغالی ډېر زیات لوند کړی و، چې د نن ورځې تر پایه پورې د لوبې جوګه نه‌شو.

په پلان کې وه چې دغه ټېسټ سیالي نن دوشنبه د سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شي.

د هندوستان د ګریټر نویډا په لوبغالي کې تېره شپه شدید ورښت لوبغالی لوند کړی و، چې لوبڅارانو نن د کابل پر وخت د مازیګر تر ۴:۳۰ بجو پورې د لوبې پیل ته انتظار وکړ، خو د لوبغالي د لوندوالي له امله یې لومړۍ ورځ ختمه اعلان کړه.

که چېرې لوبغالی لوبو ته چمتو و، د لوبې دویمه ورځ به د سپټمبر په ۱۰مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ پيل شي.

د ویلو ده چې دغه ټېسټ لوبه به د سپټمبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې دوام لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG