د ترکیې دفاع وزیر په قطر کې د ترکیې د پوځي اډې د بندولو د غوښتنې په ځواب کې وویل چې د قطر اډه هم د ترکیې اړونده اډه ده او هم په قطر او سیمه کې د امنیت د ټینګولو دنده لري.
فکري ایسیک Fikri Isik نن په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې ترکیه په قطر کې د خپلې اډې په اړه د بیا غور پلان نه لري او زیاته یې کړه چې د دې پوځي اډې د بندولو غوښتنه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د لاسوهنې په معنی ده.
ترکیې د قطر او څلورو عربي هېوادونو ترمینځ له تېرو درېیو اونیو راهیسې په پیل شوي کړکیچ کې د قطر ملاتړ کړی.
ترکیې پرون په خوراکي موادو بار لومړۍ کشتۍ او د خپلو سرتېرو یوه قطعه چې زغره وال وسایط هم په کې دي قطر ته واستول.
په قطر کې د ترکیې د پوځي اډې بندېدل له هغو ۱۳ غوښتنو څخه یوه ده چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر او بحرین یې فهرست قطر ته استولی دی.
دا هغه هېوادونه دي چې له قطر سره ډيپلوماټیک اړیکي یې د هغه څه په خاطر چې دوی له ترورېزم څخه د قطر ملاتړ بللی پرې کړې دي.
له دې ډلې د یوه هېواد یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي، دا لېست د کویټ له خوا چې د دې هېوادو ترمنځ منځګړتوب کوي دوحې ته سپارل شوی دی.
دې چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي ویلي چې قطر ته لس ورځې مهلت ورکړل شوی څو په دې اړه پریکړه وکړي خو نه دي ویل شوي چې که دوحه دې غوښتنو ته غاړه کې نه ږدي، نو د دې هېوادونو راتلونکی اقدام به څه وي.
په فهرست کې له قطره غوښتل شوي چې د القاعده شبکې، داعش، حزب الله، اخوان المسلمین او په سوریه کې د القاعده د اړوندې څانګې فتح الشام د جبهې په ګډون له تروریستي، عقیدتي او فرقه یي ډلو سره اړیکي پرې کړي.
له قطره همدا راز د ټولو هغو کسانو د تسلیمولو غوښتنه شوې چې د تروریستانو په نوم تورن دي او په دې هېواد کې اوسېږي.
څلورو عربي هېوادونو له قطره دا هم غوښتي چې له ایران سره ډيپلوماټیک اړیکې پرې کړي، له خپل قلمرو څخه د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک فعالان وباسي او له ایران سره هر راز پوځي تمرینات فسخ کړي او له تهران سره یوازې په هغو تجارتي برخو کې راکړه ورکړه وکړي چې پر ایران د امریکا او نړۍ له خوا د لګول شویو بندیزونو له مخې ممنوع نه دي.
د قطر اړوند د الجزیرې ټلویزیون بندول او ځینو نورو رسنیو ته چې قطر یې تمویلوي، د مالي سرچینو قطع کول د دې هېوادونو یوه بله غوښتنه ده.