په داسې حال کې چې له یوې میاشتې راهیسې د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو اندېښنې ډېرې شوي، افغان لوری وايي چې واشنګټن په هر ډول شرایطو کې د افغانستان تر څنګ د درېدو ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، کابل او واشنګټن د امنیتي او ستراتیژیکو تړونونو په چوکاټ کې په خپلو لومړیتوبونو کار کوي.
د دې شورا د دفتر ویاند قادرشاه وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار مکمسټر د چهارشنبې په ورځ افغان سیال محمد حنیف اتمر ته د دې ډاډ تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د نویو همکاریو د پیلېدو هم ویلي دي.
ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د دغو همکاریو په اړه ډېر جزئیات ورنهکړل خو ویېویل چې دا همکارۍ به د امنیتي او ستراتیژي د تړونونو په چوکاټ کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکارۍ وي.
قادرشاه وویل:
"دواړه هېوادونه د امنیتي او ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې ځينې لومړیتوبونه لري. په هغې باندې به لا بحث کېږي د افغانستان د امنیت، ښې حکومتوالۍ، سولې او اقتصادي ودې په برخو کې د امریکا د متحده ایالاتو لېوالتیا جذبېږي او په همدې ډول دواړه لوري په ځيني نورو برخو کې بحث او خبرې کوي. د افغانستان د امنیت شورا سلاکار او د هغه امریکايي سیال د چهارشنبې په ورځ د وېډيويي کنفرانس له لارې په دې اړه غږېدلی او د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د لومړیتوبونو په پوره کېدو دا ډول بحثونه به په راتلونکي کې هم دوام وکړي."
له دې وړاندې په کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو څخه وورسته د غبرګولي د میاشتې په ۱۶مه نېټه هم مکمسټر له افغان چارواکو سره په خبرو کې د امریکا د ملګرتیا پر ژمنتیا ټينګار کړی و.
د پوځي چارو کارپوه باري عارض وايي، د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو پاملرنه ډېره شوې او د ټرمپ اداره د ځيني اصلاحاتو په لټه کې ده.
نوموړی وايي:
"یقیناً چې افغانستان هغه امنیتي تړون چې له امریکا سرهیې لري تر اوسه پورې داسې برېښي لکه هغه چې په یوه طاق کې اېښودل شوی وي او په اړهیې هېڅ اقدامات نهدي شوي، اوس ایله امریکا غوښتي چې هغه بیا مطالعه کړي او د هغې په چوکاټ کې له افغانستان سره اغېزمنې مرستې وشي."
د ده په باور کابل او واشنګټن تر اوسه د امنیتي او ستراتیژیکو تړونونو څخه هېڅ ډول استفاده نهده کړې، خو داسې ښکاري چې په راتلونکي کې ورڅخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
د چارو بل کارپوه امین سایس بیا وايي، د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتیژۍ ځنډ هم له همدې امله دی چې ثابته کړي دواړه هېوادونه په کومو برخو کې ښه همکاري کولای شي.
راپور: یوسف خان ځدران