د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

ګردېز کې د پولیسو پر مرکز پرونۍ حملې شپږساعته دوام وکړ


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په ګردېز کې د پولیسو پر مرکز د وسله والو طالبانو د حملې په اړه مقاله خپره کړې او په کې لیکل شوي:

د سیمې خلکو ویلي چې حمله کوونکو د افغانستان د پوځ یونیفورم اغوستی و او تر یوې انتحاري حملې وروسته، د پولیسو مرکز ته ور ننوتل.

په ګردېز کې د پولیسو پر مرکز پرونۍ حملې شپږساعته دوام وکړ.

د ورځپاڼې په لیکنه، په داسې حال کې چې د ولسمشر محمداشرف غني حکومت په کورنیو اختلافونو اخته دی، له څو اونیو راهیسې یو شمېر اعتراض کوونکو د کابل ښار په منځ کې خېمې درولي او د ځیني حکومتي چارواکو د استعفی غوښتنه کوي، وسله والو کسانو حملې زیاتې کړې دي.

د واشنګټن پوسټ له نظره، په ګردېز کې د پولیسو پر مرکز حمله په وروستیو درېيو میاشتو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو دوهمه لویه حمله ده.

تر دې وړاندې په مزارشریف کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله وشوه چې تر ۱۳۰ زیات عسکر او منصبداران په کې ووژل شول.

خو د ورځپاڼې په وینا، حکومت هغه مهال هم د تلفاتو شمېر تر اصلي رقم کم اعلان کړ.

په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د جګړې پر کړنلارې کار کوي، یوه امریکايي جنرال غوښتنه کړې چې لږ تر لږه شل زره عسکر هغه هېواد ته واستول شي.

یو شمېر امریکايي ورځپاڼو د پټو سرچینو په حواله لیکلي و چې د امریکا د پوځ په نوې کړنلاره کې، افغانستان ته د ۳ او ۵ زروه نورو عسکرو پر استولو غور کېږي.

نیویارک پوسټ خپرونې د افغانستان په اړه په نوې مقاله کې د امریکا له فاکس نیوز ټلوېزیون سره د متحدو ایالاتو د پوځ د لوی درستیز د پخواني مرستیال، جنرال جک کین د خبرو جزئیات خپاره کړي دي.

جنرال جک کین فاکس نیوز ته ویلي چې د افغانستان په شپاړس کلنه جګړه کې د امریکا دخالت د شرم وړ دی او د دې جګړې د ګټلو لپاره باید له لسو تر شلو زرو نور عسکر هغه هېواد ته ور واستول شي.

خو د امریکا دفاع وزارت نیویارک پوسټ ته ویلي چې د دفاع وزیر تر اوسه دا پریکړه نه ده کړې چې څومره عسکر افغانستان ته واستول شي.

نیویارک پوسټ لیکي، په دې اړه یوازې اټکلونه خپاره شوي دي.

د امریکا دپوځ د لوي درستیز پخواني مرستیال، جنرال جک کین فاکس نیوز ته ویلي چې له اټکل سره سم، د څلور یا پینځه زره عسکرو په استولو د وسله وال طالبانو مقاومت نشي ماتېدلای.

دې امریکايي جنرال ویلي: اصلي پوښتنه دا ده چې د څلور زره عسکرو استول په افغانستان کې د جګړې زور کمولائ شي؟ زما په نظر، نه یې شي کولائ.

د امریکا د پوځ دې جنرال له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا پر مخکني حکومت هم انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د اوباما اداره په افغانستان کې د وضعیت به بدلولوکې ناکامه شوې وه.

د نیویارک پوسټ په حواله، جنرال جک کین په دې مرکه کې ټینګار کړی چې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو پناه ځایونه باید ویجاړ شي.

هغه فاکس نیوز ته ویلي چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د امریکا د عملیاتو په اړه د وسله والو طالبانو شبکو ته استخباراتي معلومات ورکوي.

نیویارک پوسټ د جنرال جک کین په حواله لیکلي چې د پاکستان پوځ له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي او د دې مخنیوی باید وشي.

جنرال کين ویلي که امریکا پر دې مسئله ټینګار ونه کړي، د افغانستان جګړه به روانه وي.

XS
SM
MD
LG