د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

فرانسه کې د ولسي جرګې د انتخاباتو دويم پړاو پيل شوى


د فرانسې د پارلماني انتخاباتو په وروستي پړاو کې رايه اچونه پيل شوې ده.

نظرپوښتنې ښيي چې رايه ورکوونکي به د ولسمشر ايمانوئل مکرون د ګوند کانديدانو ته زياتې رايې ورکړي.

د فرانسې د ولسي جرګې لپاره د انتخاباتو اول پړاو تېره يکشنبه ترسره شو. دغه انتخابات په هرو پنځو کلونو کې کېږي.

دا د فرانسې د ولسي جرګې لپاره د انتخاباتو دويم پړاو دى او په داسې حال کې ترسره کېږي چې ٣٩ کلن مکرون تېره مياشت د ولسمشرۍ په ټاکنو کې افراطي ښي اړخې سيالې مارين لوپين ته ماتې ورکړه.

د جوئل په نامه د پاريس اوسېدونکي د چين مرکزي ټلويزيون ته وويل:

"زما لپاره د رايې ورکولو اساسي معيار دا دى چې د کانديد ايډيالوژي زما له ذوق سره برابره وي. دويم معيار رښتينولي ده. رښتينولي يعنې دا چې د پارلمان غړى پر خپله لمن کوم داغ ونلري، په دې صورت کې کولاى شي د خلکو اراده تمثيل کړي."

تمه کېږي چې د ولسمشر ګوند به د پارلمان په ولسي جرګه کې د انتخاباتو په نتيجه کې له ٤٧٠ څخه تر ٥٧٧ څوکۍ وګټي.

د رايې ورکولو مرکزونه چې پر ځايي وخت د سهار پر اتو بجو پرانيستل شوي، د مازيګر تر شپږو بجو به پرانيستل وي، خو په پاريس او نورو سترو ښارونو کې ښايي دا وخت د شپې تر اتو بجو وغزول شي.

تمه کېږي د فرانسې د ولسي جرګې د ټاکنو په دويم پړاو کې محافظه کار جمهوريت غوښتونکي په دويم کتار کې راشي، چې يوازې به له ٩٠ څخه تر ٩٥ څوکۍ وګټي.

په همدې حال کې د پخواني ولسمشر فرانسوا اولانډ سوسياليست ګوند به ښايي تر ٣٥ ډېر سيټونه ونه ګټي.

XS
SM
MD
LG