د نړۍ د نورو مشرانو په څېر لومړی په خپله د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د هيلموټ کول پر مړينه څرګندونې کړې دي.
مېرمن مېرکل ویلي چې هيلموټ کول د دې پر شخصیت ډېز اغېز درلود او د هغه سیاسي پرېکړو د دې ژوند بدل کړ.
اغلې مېرکل زیاته کړه:
"د هليموټ کول مړینه داسې خبر دی چې موږ ټول یې غلي کړي یوو، ځکه موږ احساس کوو چې د ژوند یوه دوره پای ته ورسېده او مړی يې د تاریخ برخه کېږي."
- امریکا
د امريکا د متحده ايالتو ولسمشر ډونالد ټرمپ کول ستر اروپايي شخصيت بللى دى.
- پخواني شوروي اتحاد
د پخواني شوروي اتحاد رهبر ميخايل ګورباچوف ويلي، جرمنانو هيلموټ کول ته د واحد جرمني صدراعظم لقب ورکړ چې يو سم او مناسبت لقب و.
- روسیه
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي، د کول هوښياري او توانايي ستايي.
- فرانسه
د فرانسې ولسمشر اېمانوئل مکرون ويلي، کول ستر جرمني او له ټولو هاخوا يو ستر اروپايي شخصيت و.
- ناټو
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ ويلي، هيلموټ کول په واحده اروپا کې د يو موټې جرمني سمبول و.
- بریتانیه
د برېتانيا صدراعظمې ترېزا مې ويلي، موږ د عصري جرمني پلار له لاسه ورکړ.
- ایټالیا
بلخوا د اېټاليا صدراعظم پاولو جينټي لوني، د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو، د اوکراين ولسمشر پيټرو پروشينکو او د نړۍ نورو رهبرانو هم، په دې اړه عکسالعمل څرګند کړى دى.
هيلموت کول له ۱۹۸۲ تر ۱۹۹۰ مېلادي کاله، د لوېدیځ جرمني صدراعظم و.
هغه د ختیځ او لوېدیځ جرمني تر یو ځاي کېدو وروسته، تر ۱۹۹۸میلادي کاله د جرمني د واحد هېواد صدراعظم پاتې شوی و.
د برلين دېوال چې ختيځ او لوېديځ جرمني يا جرمني يې سره وېشلی و، په ١٩٦١مېلادي کال کې جوړ شوى و چې د ١٩٨٩م کال په نوامبر مياشت کې ونړول شو.
داسې ښکارېدل چې ده په خپل شخصي ژوند کې هم په وروستيو کلونو کې، له ډېرو کسانو ځان لېرې کړى و.
د هغه زوى والټر کول پرون د جمعې په ورځ رسنیو ته وويل:
"زما پلار له خپلې ټولې کورنۍ، لمسيانو، زما له ورور، ما او ټولو هغو کسانو سره چې ورته نېږدې وو، ټولې اړيکې پرې کړې وې، د ده لمسيانو نهشو کولاى اړيکې ورسره ولري، دا مهال ډېر څه نه وايم، يوازې خپله ژوره خواشيني څرګندوم چې پلار مې په داسې حالت کې ساه ورکړه، دا داسې وضعيت دى چې نه غواړم ورباندې تبصره وکړم، سخت خفه يم."
د جرمني د پخواني صدراعظم هيلموټ کول مغزو په ٢٠٠٨مېلادي کال کې ضربه وليده او سخت ناروغ و، په سختۍ يې خبرې کولاى شوې او په وېلچیير کې ګرځېده، په ٢٠١٥مېلادي کال کې يې روغتیایي وضعيت لا خراب شو.
دى له زياتې مودې په خپل کور کې ساتل کېده، بېلد ورځپاڼې ليکلي چې کول په خپل کور کې مړ شوى دى.