د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۱۷

د فرانسې په ملي اسمبلۍ کې به د مکرون ګوند د پام وړ اکثریت خپل کړي


د فرانسې د ولسي جرګې د لومړي پړاو اخري نتايج څرګندوي چې د ولسمشر امانوئل مکرون منځ‎لاری ګوند به په ملي اسمبلۍ کې د پام وړ اکثريت خپل کړي.

  • په دغو انتخاباتو کې کومو ګوندونو ډېرې رأيې وړې دي؟

انتخاباتي چارواکو نن ويلي چې شااوخوا ټولې رأيې شمېرل شوي، د مکرون ګوند ۲۸ فيصده رأيې ترلاسه کړي دي او دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو کم شمېر خلکو په‎کې ګډون کړی وو.

له متحدانو سره يوځای دغه ګوند ۳۲،۳ فیصده رأيې ګټلې دي، محافظه‌کاره جمهوري غوښتونکو ۱۶فیصده، ښي اړخي ملي جبهې ګوند ۱۴ فیصده او د پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند سوسيالېستـانو اووه فيصده رأيې ګټلې دي.

د فرانسې ولسمشر
د فرانسې ولسمشر
  • دغو شمېرو ته په کتو سره به تر ټولو زياتې رأيې وړونکی ګوند په ملي اسمبلۍ کې څومره څوکۍ خپلې کړي؟

د نظرپوښتنو له مخې دغه نتايج به ښايي د مکرون منځلاري ګوند او متحدانو ته‌يې په ملي اسمبلۍ کې له ټولو ۵۷۷ څوکيو څخه له ۳۹۰ څخه تر ۴۵۵ پورې څوکۍ ور په برخه کړي.

انتخاباتي چارواکو ویلي چې په دغو انتخاباتو کې تر ۴۹ فیصده کمو خلکو ګډون کړی وو چې دا د فرانسې په معاصر تاريخ کې تر ټولو کمه فيصدي ده.

د پارلمان د ۵۷۷ څوکۍ لرونکي ولسي جرګې لپاره ۷۸۸۲ کانديدان برخه اخلي.

که په لومړي پړاو کې هېڅ یو کاندید تر ۵۰ فیصده زیاتې رأيې وانه‎خلي، هغه کانديدان چې تر ۱۲.۵ فيصده زیاتې رأيې يې خپلې کړې وې، دوهم پړاو ته د جون په ۱۸مه ځي.

چارواکو ويلي چې به لومړي پړاو کې يوازې درېيو کانديدانو وکولای شول بريالي شي.

  • که د دوهم پړاو په اړه وړاندوينه رښتيا شي، راتلونکی څه وړ ښکاري؟

په هغه صورت کې به اروپا پلوه مکرون چې تر ناپلیون وروسته د فرانسې تر ټولو کم عمره مشر دی، پر فرانسه د حکومت کولو بشپړ واک ترلاسه کړي.

امانوئل مکرون مخکې په بانکي سکټور کې کار کړی او غواړي په فرانسه کې اقتصادي او ټولنيز اصلاحات راولي.

په دغو اصلاحاتو کې به د کار په قانون کې نرمي راولي او د تقاعد په سيستم کې به اصلاحات شامل وي.

د یادونې وړ ده چې په دې حال کې د نړۍ يو شمېر مشرانو مکرون ته خپلې ښې هيلې وړاندې کړې دي.

د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل وياند په يوه ټويټ کې ليکلي:

مېرکل، امانوئل مکرون ته د ده د ګوند د بريا لپاره د زړه له تله مبارکي وايي.

XS
SM
MD
LG