د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۴

پاکستاني چارواکي وايي په پنجاب ایالت کې دوه وسله وال وژلي


پاکستاني چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په پنجاب ایالت کې د وسله والو پر دوو پټنځایونو برید کړی او دوه مشکوک وسله وال یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ نن وویل، دا پېښه په ډېره غازي خان کې پېښه شوې او دې مشکوکو کسانو پر مذهبي مراسمو د برید نیت درلود.

په دې اړه نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

پرون وسله والو کسانو په پېښور ښار کې د پولیسو پر یوې ګزمې ډزې وکړي او درې تنه پولیس سرتېري یې ووژل.

XS
SM
MD
LG