د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د امریکا سنا پر ایران او روسیې د سختو بندیزونو لایحه تصویب کړه


د امریکا سنا پرون د دوو منفي رایو په وړاندې په اته نوي مثبتو رایو هغه لایحه تصویب کړه چې پر روسیې او ایران نور بندیزونه پکې شامل دي.

دا لایحه به اوس د کانګرس د استازو جرګې ته د وروستي تصویب لپاره او وروسته به د توشیح لپاره ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته استول کېږي.

د دې لایحې له تصویب سره اوس د ولسمشر ټرمپ لپاره تر پخوا لا زیاته ګرانه شوه چې د کانګرس له تائید پرته پر روسیې اوسني محدودیتونه لېرې کړي.

پر روسیې د بندیزونو په قانون کې بدلون د هغه پراخو اقداماتو یوه برخه ده چې له مخې یې پر ایران هم د دې هېواد د بالیسټیک توغندیو د پروګرام، د بشري حقونو د سرغړونو او نورو مسایلو له کبله بندیزونه لګول کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د سنا د دې اقدام په غبرګون کې وویل چې پر روسیې نوي بندیزونه د امریکا په کورني سیاست کې د اختلاف نښه ده.

پوتین چې له خلکو سره د کلني سوال ځواب په پروګرام کې خبرې کولې وویل، روسیه به د هغو هېوادونو په وړاندې متقابل اقدام وکړي چې پر روسیې بندیزونه فسخه کړي:

پوتین: موږ به پر خپلو اړیکو له سره غور وکړو.
پوتین: موږ به پر خپلو اړیکو له سره غور وکړو.

"موږ به له هغو هېوادونو سره چې پر اقتصاد مو بندیزونه لګوي پر خپلو اړیکو بیا غور وکړو، که زموږ شریکانو زموږ پر هېواد بندیزونه لېرې کړل نو موږ به هم ورته اقدام وکړو."

د سنا له دې پریکړې یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له روسیې سره د اړیکو په برخه کې د کانګرس له غړو د زغم غوښتنه وکړه او ویې ویل د ټرمپ اداره ویره لري چې د نویو اقداماتو له کبله به یې لاسونو ته زولنې واچول شي.

د نوې تصویب شوې لایحې له مخې ولسمشر ټرمپ چې پر ایران سخت انتقادونه کوي که وغواړي چې د دې قانون له هرې برخې سره مخالفت وکړي نو باید پر تهران بندیزونه هم رد کړي.

ډیموکرات سناتور چک شومر Chuck Schumer وویل چې د دې لایحې تصویب د ولسمشر لپاره دا امکان له منځه یووړ چې په یوازې سر لګول شوي بندیزونه په بېلابېلو دلایلو فسخ کړي.

XS
SM
MD
LG