د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۵

امریکايي سناتورانو پر روسیې پر نورو بندیزو موافقه وکړه


د امریکا د جمهوري غوښتونکو او د ډموکراټ ګوندونو سناتورانو پرون دوشنبه ماښام پر هغې مسودې موافقه وکړه چې له‎مخې یې پر روسیې نور بندیزونه لګول کېږي.

پر روسیې دا بندیزونه د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنو او پر اوکراین د تېري له‎کبله لګول شوي دي.

د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنو له‎کبله پر روسیې د لګول شویو تحریمونو سره سم هغه ځانګړي افراد په نښه کېږي چې د روسیې د حکومت په ملاتړ یې د امریکا په انتخاباتو کې لاس وهلی دی.

د دواړو ګوندونو استازو د بهرنیو اړیکو او بانکدارۍ په کمېټو کې موافقه وکړه چې په قانون کې دا اصلاحات به پر ایران د بندیزونو له هغې ځنډېدلې لایحې سره ضمیمه شي چې هغه هم د بشري حقونو د سرغړونو او د ولسمشر بشار الاسد رژیم ته د وسلو د برابرولو له‎کبله پر روسیې د بندیزونو سپارښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG