د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د کانګرس استازو جرګې پر ایران لګول شوي بندیزونه تمدید کړل


د امریکا د کانګرس استازو جرګې پر ایران د دې هېواد لګول شوي بندیزونو قانون تمدید او د سوریې د رژیم پر ملاتړو یې نوي بندیزونه ولګول.

د استازو جرګې پرون په قاطع اکثریت هغه قانون تصویب کړ چې جمهوري غوښتونکو او ډموکراټانو دواړو په ګډه برابر کړی دی.

د دغه قانون له مخې پر ایران د لسیزو راپه دې‌خوا لګول شوي بندیزونه تمدیدېږي او هم د سوریې د رژیم پر ملاتړو نوي بندیزونه لګوي.

دغه قانون د ۴۱۹ موافقو او یوې مخالفې رأیې سره تصویب شو.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکی اډ رویس
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکی اډ رویس

دغه قانون چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي اډ روېس «Ed Royce» او د دغې کمېټې لوړرتبه ډموکرات غړي الیوت انګل «Eliot Engel» برابر کړی د دمشق له رژیم څخه د تهران د ملاتړ په خاطر پر ایران اقتصادي فشارونه جاري ساتي.

د دغې کمېټې لوړرتبه ډموکراټ غړی الیوت انګل
د دغې کمېټې لوړرتبه ډموکراټ غړی الیوت انګل

مخکې له دې چې ولسمشر بارک اوباما هغه توشېح کړي د کانګرس د سنا جرګه‌یې باید تصویب کړي.

د استازو جرګې غړي جمهوري غوښتونکي لیونارډ لېنس «Leonard Lance» ویلي چې اوس د دې وخت نه‌دی چې په نړۍ کې د ترورېزم ملاتړي مخکښ هېواد په وړاندې دریځ نرم شي.

دغه قانون د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۶ میلادي کال کې تصویب شوی او تر اوسه څو ځلې تمدید شوی دی.

د اعتبار اوسنۍ موده‌یې د روان میلادي کال په پای کې پای ته رسېده چې د لسو نورو کلونو یعنې تر ۲۰۲۶ کال پورې بیا تمدید شو.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې د کانګرس په سنا جرګه کې هم د دغه قانون د تصویب پلویان ډېر دي او سپینې ماڼۍ د روان میلادي کال په لومړیو کې داسې نښې ښودلې وې چې ولسمشر بارک اوباما به‌یې هم توشېح کړي.

اد رویس ویلي دغه قانون چې د سوریې د رژیم پر مهمو ملاتړو لکه روسیې او ایران د بندیزونو غوښتنه کوي د متحده ایالتو ولسمشر دې ته اړ باسي چې پر هغو هېوادونو او شرکتونو چې له سوریې سره سوداګري کوي یا هم د دمشق رژیم ته اقتصادي امکانات برابروي، بندیزونه ولګوي.

امریکایي قانون جوړونکي په سوریه کې په روانو شخړو کې چې له پیلېدو یې څه باندې پنځه کاله تېرېږي، د دې هېواد حکومت پر جنګي جرمونو تورنوي.

د سوریې جګړه
د سوریې جګړه

د دغو جګړو په نتیجه کې شاوخوا نیم میلیون وګړي وژل شوي او دغه کړکېچ د دې سبب شوی چې په معاصر تاریخ کې اروپا د کډوالۍ له ستر بحران سره مخامخ کړي.

دغه کړکېچ دغه‌راز دې ته هم زمینه برابره کړې چې د اسلامي دولت ډلې سخت دریځي د نړۍ په کچه ترورېستي حملې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG