نړیوال بانک د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د یو شمېر پروژو د تمویل لپاره د ۵۲۰ میلیونو ډالرو بودجه تائید کړه.
د نړیوال بانک چارواکي وايي، د دې پروژو هدف د افغانستان د اقتصاد پیاوړي کول، د ځینو مهمو زیر بنايي تأسیساتو جوړول او له هغو کډوالو سره مرسته ده چې له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستنېږي.
نړیوال بانک وايي، په شپږو برخو کې د دوی دا مرسته به له افغانستان حکومت سره داسې حال کې مرسته وکړي چې په دې هېواد کې اقتصاد ته د پام وړ خطر متوجې دي.
د نړیوال بانک په دې مرسته کې د افغانستان د یو شمېر مرستندویو هېوادونو لکه ډنمارک، جرمني او جاپان بسپنې هم شاملې دي.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر شوبهم چوهدري وايي، په دولتي ادارو، د عوایدو په راټولولو، د روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې د خدماتو په وړاندې کولو کې د اصلاحاتو سربیره کابل له سختو پراختیايي ستونزو سره مخ دی.
نړیوال بانک همدارنګه وايي چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د دې هېواد امنیتي وضعیت خراب کړی او همدارنګه خراب امنیتي وضعیت د اقتصادي بې باورۍ او ورو اقتصادې ودې سبب شوې هم دی.
نړیوال بانک وايي، په دې هېواد کې د دوی لهخوا د نویو پروژو تمویل به له افغانستان سره په ځانګړي توګه له پاکستان او ایران څخه دې هېواد ته د ستنېدونکو کډوالو د بحران په کابو کولو کې مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر شوبهم چوهدري وايي، د دې بانک نوې مرستې به همدارنګه د بې وزلو افغانانو لپاره فرصتونه زیات کړي او د پنځو ولایتي مرکزونو کې به پراختیايي چارې پیاوړې کړي چې په کې به د بریښنا د برابرولو، د خوړو د تأمین او د کلیوالي سیمو د سړکونو د جوړولو په برخه کې پرمختګونه هم شامل وي.
د نړیوال بانک د دې تازه تائید شوې مرستې لوبه برخه ۲۰۵ میلیونه ډالر به هغو سیمو کې ولګول شي چې له پاکستانه په زیات شمېر د کډوالو ورستنېدو اغېزمنې کړي دي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر شوبهم چوهدري په یو پیغام کې په دې اړه وویل:
"دا اضافي مرستې په اساسي توګه د هغو سیمو د خلکو د ملاتړ لپاره دي چې له پاکستان، ایران او نورو سیمو څخه هېواد ته ستنېدونکو کډوالو ته ځای ورکوي. همدارنګه هغو ګڼو افغان کورنیو سره په کې مرسته شامله ده چې په خپل هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي."
نړیوال بانک وايي، دا پیسې به راستنېدونکو کډوالو او نور افغانانو ته د سرپناه، څښاک د اوبو او په عامه پروژو کې د کاري فرصتونو په برابرولو کې مرسته وکړي او په ۳۴ ولایتونو کې به شا او خوا اته نیم میلیونه وګړي ترې ګټه واخلي.
پردې سربېره د نړیوال بانک چارواکي وايي، د دې مرستو څخه به سل میلیونه ډالر د بې وزلو لپاره د کارو بارونو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي، شل میلیونه ډالر به د پنځو ولایتي مرکزونو، هرات، مزارشریف، کندهار، جلالاباد او خوست په ښارونو کې د خدماتو د کیفیت په ښه کیدو کې ولګول شي.
۲۹ میلیونه ډالر به د خوړو د عاجلو او بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د غنمو د زیرمو په جوړولو لګېږي.
د نړیوال بانک د دې مرستې څخه په شپیته میلیونه ډالر د هرات ولایت لپاره د برېښنا په برابرولو ولګول شي.