د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

دنیا: بالاخره حکومت د خپلو ټولو کړنو نتیجه ترلاسه کړه


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د ملي وحدت د مشرانو په حکومتوالۍ کې د پاتې راتللو په تړاو د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وروستیو څرګندونو او له الکوزي شرکت سره د ځمکې د تړون د لغوه کېدو په تړاو د ولسي جرګې د پرونۍ پرېکړې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، بالاخره حکومت د خپلو ټولو کړنو نتیجه ترلاسه کړه او په خپله خوله وايي چې په خپلو چارو کې پاتې راغلي او هغه څه چې ملت غوښتل هغه یې تر سره نه شول کړای.

په سرمقاله کې په دې اړه د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره راغلي چې د ملي وحدت حکومت چارواکو ځیني اقدامات د خپل واک او سلطې د ټینګولو په موخه د بهرنیانو د خوشخالولو په خاطر ترسره کړل خو بلاخره دوی هم پوه شول چې که هر څومره له ولسه فاصله نیسي نو په همغه اندازه له ستونزه سر مخ او ولس ترې ناراضه کېږي.

د سر مقاله لیکونکي په باور لاهم وخت شته چې حکومت د مسایلو په اړه له ولس سره په ګډه تصمیم ونیسي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا له الکوزي شرکت سره د ځمکې د تړون د لغوه کېدو په تړاو د ولسي جرګې د پرېکړې په اړه لیکلي دي.

ملي ارمان په خپله سرمقاله کې لیکلي چې الکوزي شرکت په انتخاباتي مبارزو کې د ولسمشر غني د ټیم مالي ملاتړ کړی نو ځکه ولسمشر غوښتل چې یاد شرکت ته د دغې ځمکې د تړون په ورکړې سره د دوی د مرستو بدل ادا کړي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې، که دا خبره نه وي نو په افغانستان کې په لسګونه نور شرکتونه هم شته، حکومت ولې له دې شرکتونو سر دا اخلاص ونه کړ؟

په سرمقاله کې د یاد تړون د لغوه کېدو په تړاو د ولسي جرګې د پرېکړې ستاینه شوې او ورڅخه غوښتل شوي چې نور ورته مسایل هم وڅېړل شي، ځکه د سر مقاله لیکونکي په باور دا امکان شته چې ورته نور مسایل هم موجود وي.

اطلاعات روز او مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم د یادو مسایلو په اړه لیکنې خپرې کړې خو دولتي ورځپاڼو بیا په خپلو مطالبو او سرمقالو کې په دې تړاو څه نه دي لیکي.

XS
SM
MD
LG