د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

عبدالله عبدالله د حکومتوالۍ په برخه کې د حکومت پر پاتې راتلو اعتراف وکړ


د درېیوو کلونو تر تېرېدو وروسته، د ملي يووالي حکومت اجرائیه رئیس دا مني چې دوی په دندو کې پاتې راغلي دي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې د خلکو د امنیت د نه‌خوندیتوب او د حکومت او خلکو تر منځ د واټن رامنځ ته کېدو په تړاو وویل:

د ملي يووالي حکومت اجرائیه رئیس
د ملي يووالي حکومت اجرائیه رئیس

"موږ د ملي وحدت حکومت د مشرانو په توګه په ‎دې باید اعتراف وکړو چې په دندو او خلکو ته د خدمت او هغه څه چې د افغانستان خلک‌یې وړ دي موږ ونه‌توانېدو چې ترسره‌یې کړو، موږ په حکومتوالۍ کې پاتې راغلي یو او په ټوله کې د ملي وحدت حکومت پاتې راغلی دی."

تر دې وړاندې یو شمېر سیاستوالو، سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او عامو خلکو د ملي وحدت حکومت له بې‌کفایتۍ سخت انتقادونه کړي دي.

د دوی په وینا د هېواد سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت او بهرنی سیاست په ناوړه وضعیت کې دي.

د افغانستان د جمیعت اسلامي ګوند، نوې ملي جبهه، د حراست او ثبات شورا او د جهادي احزابو شورا له هغو ګوندونو څخه دي چې په کراتو یې د حکومت په کړنو سخت انتقادونه کړي دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د ملي وحدت حکومت مشران د خپلو ناکامیو په منلو سره غواړي چې د خلکو په وړاندې خپل بایللی اعتماد بېرته خپل کړي.

افغان کارپوه یونس فکور
افغان کارپوه یونس فکور

افغان کارپوه یونس فکور په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د دوی د ناکامۍ پایله دا ده چې د حکومت اصلي هدف چې د امنیت ټينګښت، د هېواد پرمختګ او د عدالت تطبیق و، هغه‌یې یوې خواته پرېښي او یوازې په دولتي پوستونو کې د کسانو د ګمارنې برخې ته‌یې ډېره پاملرنه کړې ده."

ښاغلی فکور وایي، د حکومت د مشرانو له‎خوا په دندو کې د پاتې راتلو منل د ستونزو د هواري لار نه‎ده.

نوموړی ټينګار کوي چې د دې ډول څرګندونو پر ځای باید د خلکو د قناعت خپلولو په هدف د امنیت ټينګښت په برخه کې په اساسي پلانونو کار وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG