د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۴

د مولداوي پلازمېنه کې د حکومت پر ضد او ملاتړ مظاهره‎ وشوه


د مولداوي په پلازمېنه کیشیناو کې پرون زرګونه مظاهره‎چیان د حکومت پر ضد او ملاتړ د ښار واټونو ته راووتل.

یوه ډله مظاهره‎چیانو د مولداوي د انتخاباتو په سیسټم کې د بدلونونو د طرحې پر ضد او بلې ډلې د هغې په پلوي غږ اوچت کړ.

دا بدلونونه د اروپايي ټولنې د حقوقي چارو کارپوهانو بې‎ځایه او ناسم بللي دي.

په پام کې ده د وینیس کمېسیون چې د اروپايي شورا اړونده د حقوقي چارو مشورتي ټولنه ده د جون په ۱۶مه نېټه په دې اړه پرېکړه وکړي چې ایا د مولداوي په انتخاباتي سیسټم کې هغه بدلونونه ومني که نه؟ چې طرحه‌یې د بهرنیو کارپوهانو له څېړنې وروسته وړاندې شوې او د دې ټولنې په وینا د سیاست‎والو او پانګه‎والو د ګټو تر اغېز لاندې راتلی شي.

انتقاد کوونکي وايي، دا بدلونونه، د پانګه‎وال ویلادیمیر پلاتونیک په مشرۍ د ډموکرات ګوند په ګټه دي، خو پلویان‌یې وايي، نوی سیسټم به د قانون جوړوونکو او رأی ورکوونکو تر منځ اړیکې تر پخوا پیاوړې کړي.

XS
SM
MD
LG