د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۵

امریکا اوس افغانستان کې د خپلو پوځیانو د مأموریت د پای نېټه نه‌ټاکي


د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د مأموریت د پای ته رسېدو په خاطر د اوس لپاره نېټه نه‌ټاکي.

دا خبره د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس او د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون په سېډني کې وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په سېډني کې د سې شنبې په ورځ د اسټرالیا او د امریکا د وزیرانو په مشورتي غونډه کې برخه واخیسته.

دوی د دې غونډې تر څنګ دا خبره هم وکړه چې واشنګټن به پرې نه‎ږدي چې افغانستان د ترورېستانو په خوندي پناه‌ځای بدل شي.

د راپورونو له مخې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا چارواکي په افغانستان کې د امریکا پر ستراتیژۍ غور کوي چې تمه ده روانه میاشت به اعلان شي.

XS
SM
MD
LG