د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د لندن د حملو په تور د وژل شویو ۲ تورنو کسانو نومونه اعلان شول


د بریتانیا پولیسو د لندن ښار د شنبې شپې د حملو په تړاو د دوو کسانو نومونه یاد کړل چې د اوو کسانو په وژنه او د لسګونه نورو په ټپي کولو تورن و.

لومړی تورن خرم بهټ و چې پاکستاني‌الاصله بريتانوی دی او له کلونو راهیسې د لندن په ختیځ کې اوسېده.

هغه ۲۷ کلن و او واده‌یې کړی و.

د بریتانیا پولیس وايي، هغوی او د بريتانیا کورنیو استخباراتو «MI5» د خرم بهټ په اړه خبر و خو نه‌پوهېدل چې داسې حمله به پلان کړي.

دوهم تورن رشید رضوان پېژندل شوی چې ویل کېږي د لیبیا او مراکش دوه ګونی تابعیت‌یې درلود.

پولیس وایي، د دغه دېرش کلن سړي په اړه‌یې هېڅ معلومات نه‌درلودل.

د بريتانیا پولیس وايي، د درېیم تورن په اړه‌ هڅې کوي چې معلومات ټول کړي.

د جون په درېیمه د لندن برېج د یا د لندن په تاریخي پله درېیو حمله کوونکو چې وروسته د پولیسو له‎خوا ووژل شول په خلکو موټر وخېژاوه او بیا یې په یوه مارکېټ کې په خلکو د چړو ګوزارونه وکړل چې ټول ټال اووه کسان‌یې ووژل او ۵۰ نور یې ژوبل کړل.

د ټپيانو له ډلې د اتلسو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د لندن د پېښې د تورنو کسانو نومونه په داسې وخت کې اعلان شوي چې زرګونه کسانو تېر مازیګر لندن برېج ته نېږدې ټول شوي و او د تازه شوې پېښې د قربانیانو یاد یې تازه کړ.

د لندن ښاروال صادق خان وویل چې د بریتانیا پلازمېنه به د ورته ترورېستي پېښو سره هېڅکله ماته نه‎شي.

د لندن ښاروال صادق خان
د لندن ښاروال صادق خان

نوموړي وویل:

"موږ یعنې د لندن اوسېدونکي او د نړۍ خلکو بې‎ګناه جسدونه خاورو ته وسپارل. موږ د قربانیانو او ټپیانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغامونه واستول. د لندن د بېړنیو خدماتو د ټولو ادارو او ویاړلیو خلکو د شجاعت په خاطر چې د نورو د سمبالتیا لپاره‌یې ځانونه په خطر کې واچول مننه کوو. تاسو موږ ته غوره یاست."

د بریتانیا پولیس وايي، اوس وخت لس تنه چې په‎کې شپږ ښځې شاملې دي، د لندن تاریخي پله د قضیې په خاطر تر څېړنې لاندې دي.

هغوی له حملې وروسته نیول شوي دي.

له مارچ میاشت راهیسې دا په بريتانیا کې درېیمه حمله ده چې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د مارچ په ۲۲مه د لندن په وېسټ منسټر او د مې په ۲۲مه په منچسټر کې د کنسرت پر مهال په بمي چاودنه کې د ۲۲ کسانو وژنه د دې حملو تازه بېلګې دي.

په دې درې‌واړو حملو کې ۳۴ کسان وژل شوي چې اکثره‌یې د بریتانیا اوسېدونکي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG