د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

داعش د لندن د وروستۍ حملې مسؤلیت پر غاړه واخیست


د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د لندن د وروستۍ حملې مسؤلیت پر غاړه واخیست.

درېیو تنو د شنبې په ورځ د لندن پر پُل یا لندن برېج لومړی پر خلکو موټر تېر کړ او بیا يې په چړو پر خلکو حمله وکړه چې له امله‌يې ۷ کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د بریتانيې پولیس وايي، د دې برید په تړاو يې تر اوسه پورې ۱۲ مشکوک کسان نیولي دي.

په همدې حال کې د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس پرون د لندن د قربانیانو روح ته دعا وکړه.

پاپ وویل:

"خدای دې په ټوله نړۍ کې سوله راولي. د جګړې او ترورېزم له امله ټپونه دې چې تېره شپه‌يې په لندن کې خلک په نښه کړل، ورغوي. راځئ هغوی او کورنیو ته‌يې دعا وکړو."

د لندن درې واړه برید کوونکي په څو دقیقو کې د پولیسو له‌خوا په ډزو ووژل شول.

XS
SM
MD
LG