د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

خبرونه

د بريتانيا صدراعظمې د ټروريزم په وړاندې پر مبارزه ټينګار وکړ

مېرمن مې
مېرمن مې

د بريتانيا صدراعظمې د ټروريزم په وړاندې پر مبارزې ټينګار وکړ.

تيريزا مې دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې تېره شپه په لندن کې په يوه تروريستي حمله کې ٧ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.

درېيو مشکوکو کسانو خپل موتر د لندن پر پله يا لندن برج پر خلکو وربرابر کړ، وروسته يې برا مارکيټ ته نږدې پر خلکو د چړې ګوزارونه وکړل.

دوى وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شول.

تيريزا مې نن يکشنبه په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل د تېرې شپې حمله تروريستي وه:

”تېره شپه زموږ هېواد يو وار بيا د يوې وحشيانه تروريستي حملې قرباني شو“

پوليسو ويلي د حملې په تړاو نن د لندن په ختيځ کې ١٢ کسان نيول شوي، او په سيمه کې تالاشي روانه ده.

که څه هم تر دې پېښې وروسته ګڼو سياسي ګوندو د راتلونکو ملي انتخاباتو لپاره کمپاينونه ودرول، خو د بريتانيا صدراعظمې وويل، چې انتخابات به له پلان سره سم د پنج شنبې په ورځ وشي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ د افغانستان نولس‌کلونو ځوانانو لوبډلې پاکستان ته ۳۰۷منډې هدف وټاکه

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.

د افغانستان د نولس‌کلنو ځوانانو ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن جمعه د پاکستان له نولس‌کلنې لوبډلې سره سیالي کوي.

دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب چې د اماراتو لوبډله هم په‌کې برخه لري، نن سهار پیل شوې ده.

د افغانستان لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټولو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۶ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې لپاره یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.

د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه-دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.

د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولس‌‌کلنو ځوانانو په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.

اوکراين د روسيې پر جنوبي سيمو د بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه کړي

اوکراین د روسیې پر پوځي تاسیساتو لکه د تېلو پر ډیپو او هوايي ډګرونو د حملې لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو کار اخلي.
اوکراین د روسیې پر پوځي تاسیساتو لکه د تېلو پر ډیپو او هوايي ډګرونو د حملې لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو کار اخلي.

د روسیې د جنوبي سیمې کراسنودار چارواکي وایي، اوکراین نن جمعه د دې سیمې پر مختلفو برخو د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه وکړل.

د دې سیمې والي وینیامین کوندراتیف پر ټلېګرام چینل ولیکل چې، د اوکراین په بریدونو کې د کریمسک او کراسنوارمیسک سیمې په نښه شوې وې، چې د هغه په خبره له مالي زیان پرته یې چاته مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

د اسټرا په نوم ټلېګرام چینل راپور ورکړ چې، په برید کې د کریمسک هوایي اډه چې د ښار شمالي برخې ته نژدې پرته ده او روسي ځواکونه ورڅخه د اوکراین پر جنوبي برخې د بریدونو لپاره کار اخلي، په نښه شوې ده.

اوکراین تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په عین‌حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، د هوایي مدافعې سیسټم یې نن د کریمیا ټاپووزمې پر سر چې روسیې اشغال کړې، د اوکراین ۵۱ بې‌‌‌پیلوټه الوتکې راغورځولې دي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، ۳۶ نورې بې‌‌‌‌‌‌‌پیلوټه الوتکې یې د کراسنودار د سیمې پرسر ویجاړې کړې دي.

د روسیې پر جنوبي سیمو نن د اوکراین د پراخو بریدونو په اړه راپورونه لږ وروسته له هغې خپرېږي چې، روسیې د تور سمندرګي په غاړه د اوکراین پر لوی ښار ادیسه پراخ بریدونه وکړل.

د روسیې د بې‌‌‌‌‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په دغو بریدونو کې د یوې ښځې د وژل کېدو او لږ تر لږه لسو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

لبنان کې د اسراييلو د يو بريد په پايله کې د مدني-دفاعي مرکز ۱۲ کارکوونکي وژل شوي

پر لبنان د اسراييل بريد
پر لبنان د اسراييل بريد

د لبنان د روغتیایي او د ژغورنې د چارواکو په وینا د بعلبک ښار په ختیځه برخه کې پر مدني دفاعي مرکز د اسراییل په یوه هوایي برید کې د دې مرکز د ژغورنې لږ تر لږه دولس کارکونکي وژل شوي دي.

تر دې برید څو ساعته مخکې د سوریې دولتي رسنۍ وویل چې، پر پلازمېنه دمشق او شاوخوا سیمو یې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د بېړنیو چارو ادارې په یوه بیان کې وویل، ژغورونکو پرون پنج‌شنبې تر ماښام ناوخته پورې هڅې کولې چې خپل نور همکاران چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې بند دي، راوباسي.

په دغه برید کې د ياد مدني دفاعي چارو د مرکز د درې کارکونکو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اسراییل پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څرګندونې نه‌دي کړي.

د لبنان روغتیا وزارت دغه برید غندلی او هغه یې د دې هېواد پر دولتي روغتیایي مرکز یو وحشیانه برید بللی دی.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې تر دې برید مخکې د سوریې دولتي رسنۍ وویل، اسراییل د سوریې د پلازمېنې دمشق په لوېدیځ کې پر مزه او د مشق په څنډه کې پر قدسیه سیمو لږ تر لږه دوه هوایي بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه پنځلس کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د سالنګ لويه لار چې تېره شپه تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار
د سالنګ لويه لار

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د ټرافیکو پر مخ د سالنګونو د لویې لارې د بېرته پرانيستلو خبر ورکړ.

دې وزارت نن جمعه په خپله ایکس‌‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، دا لاره چې د واورې د ورېدو، سختو توپانونو او د لید ساحې د محدودیت له امله تېره شپه اته بجې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار څه باندې اته بجې بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانيستل شوه او له دواړو لوریو وسایط کولای شي پرې تګ راتګ وکړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت په خبره اوس د واورې ورېدل بند شوي، خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ریاست کارکونکي لاهم په واورینو سیمو کې د واورې پاکولو چارې مخته وړي.

دې وزارت له ټولو خلکو او موټرچلونکو چې پر دې لاره تګ راتګ کوي غوښتنه کړې چې، د خپل خوندیتوب لپاره دې له‌‌‌دې لارې د تېرېدو پر مهال ځانونه او وسایط په ژمنیو وسایلو او تجهیزاتو سمبال کړي، له بشپړ احتیاط څخه دې کار واخلي او هم دې د سالنګونو د مسوولینو لارښونو ته پاملرنه وکړي.

دا لار چې د افغانستان شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي، اکثره وختونه په ژمي کې د لنډې مودې لپاره تړل کېږي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا پکتيا کې د يو کس اعدام په اړه اندېښنه ښودلې

ارشيف
ارشيف

په جینوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا دفتر د پکتیا په مرکز ګردیز کې د تېرې چهارشنبې په ورځ په عام محضر کې د یوه کس د اعدامېدو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

د دې دفتر د ویاند جیرمي لاورینس له‌‌خوا په یوه بیان کې چې ریلیف وېب‌‌پاڼې پرون پنج‌شنبې خپورکړی، ویل شوي چې په عام محضر کې اعدامونه د ظالمانه، غیر انساني یا سپکاوي چلند یا مجازاتو بڼه لري.

دا ډول اعدامونه په خپل‌سري ډول او د ژوند له حق سره په ټکر کې دي، چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق له‌‌‌‌مخې چې افغانستان یې غړی دی، خوندي شوي دي.

په بیان کې ویل شوي، چې دا شورا له اعدامونو سره په هر ډول شرایطو کې مخالفه ده او د افغانستان له چارواکو غواړي چې هغه سم‌دستي ودروي.

د طالبانو سترې محکمې د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي سټډیوم کې یې پر یو کس چې نوم یې محمد ایاس اسد ښودلی، د قتل په جرم د "قصاص" حکم عملي شو.

ايلون ماسک په ملګروملتونو کې د ايران له سفير کتلي دي

ملګروملتونو کې د ايران سفير سعيد ايرواني او ايلون ماسک
ملګروملتونو کې د ايران سفير سعيد ايرواني او ايلون ماسک

ایلون ماسک چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نژدې متحد دی، د واشنګتن او تهران ترمنځ د شخړو د کمېدو په نیت په ملګروملتونو کې د ایران له سفیر سره کتلې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون د یوې ایرانۍ سرچینې په وینا راپور ورکړ چې، امریکایي میلیارډر ایلون ماسک د نومبر په یوولسمه په ملګروملتو کې د ایران له سفیر سره څه باندې یو ساعت په یوه پټ ځای کې لیدلي دي.

دې ایرانۍ سرچینې چې ورځپاڼې یې نوم نه‌‌‌دی اخیستی، دا خبرې مثبتې ارزولې دي.

تر اوسه واک ته د ټرمپ د لېږدېدو ټیم او په ملګروملتونو کې د ایران استازولۍ دا غونډه نه‌‌‌ده تایید کړې.

د فرانس پریس اژانس په باور، که چېرته دا خبرې شوې وي، دا د دې څرګندونه کوي چې ډونالډټرمپ له ایران سره د ډیپلوماسۍ په برخه کې جدي دی او دا د ټرمپ په نوې اداره کې د ټسلا د شرکتونو او سپیس ایکس د څښتن ایلون ماسک د نفوذ بله نښه ده.

ټاکل شوې جوبايډن سبا د چين له ولسمشر سره وګوري

د چين او امريکا ولسمشران
د چين او امريکا ولسمشران

د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن به سبا په پيرو کې د یوې نړیوالې سرمشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې وکړي.

دا لیدنه کتنه په‌داسې وخت کې ترسره کېږي چې پېکېنګ دې ته تیاری نیسي چې سپینې ماڼۍ ته بیا ډونالډ ټرمپ ستنیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، د دواړو ولسمشرانو لیدنه کتنه به په پلازمېنه لیما کې د اسیا-پسفیک د اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې وشي.

د انتخاباتي کمپاین پرمهال ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې وه چې، پر ټولو چینایي وارداتو به شپېته فیصده تعرفه ولګوي.

نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري

کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډله.
کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډله.

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډله نن د پاکستان په وړاندې مسابقه وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې په متحده عرب اماراتو کې د درېیو هېوادونو دغه لومړۍ مسابقه به نن د کابل پر وخت د سهار پر لسو بجو پیل شي.

د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه درې اړخیزه لوبلړۍکې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ متحده عرب امارات هم برخه لري او دغه لوبلړۍ د راتلونکي اسیا جام ته چې هغه به هم د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ په متحده عرب اماراتو کېږي، چمتووالی دی."

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۷م کال اسیا جام اتلولي ګټلې وه.

اسراييل سوريه کې د استوګنې پر دوو ودانيو بريد کې ۱۵ کسان وژلي

سوريه کې يوه ودانۍ چې اسراييلو بريد پرې کړی
سوريه کې يوه ودانۍ چې اسراييلو بريد پرې کړی

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا خبر ورکړی، چې د پلازمېنې دمشق په دوو ساحو کې د استوګنې پر دوو ودانیو د اسرايیل په حملو کې ۱۵ کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د راپور له‌‌‌مخې یوه ودانۍ په المزه او بله د دمشق په لوېدیځه ساحه قدسایا کې پرتې دي.

بل لوري ته د اسرايیل پوځ خبر ورکړی، چې په دمشق کې یې د حملو هدف د "اسلامي جهاد" په نوم د فلسطینیانو د ملېشه ډلې جدایدادونه وو.

اسرايیل له کلونو راهیسې په سوریه کې په ایران پورې تړلي اهداف په نښه کوي، خو د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې چې پر اسرايیل د حماس ډلې حمله په غزه کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې سبب شوه، اسرايیل له هغې راهیسې دا ډول بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اکشن اېډ په نوم مؤسسه په يوشمېر ولايتونو کې ۲۵۰۰ کورنيو سره مرسته کوي

تمه کېږي چې د اکشن اېډ په نوم مؤسسې له لارې په کابل، غور او بامیان کې شاوخوا ۲۵۰۰ زیان‌ګالو کورنیو سره نغدي مرستې وشي.

د طالبانو د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې پرون پنج‌‌‌شنبه پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې، په کابل کې یې له دغې ادارې سره په‌دې باب د یو ميلیون ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.

وړاندې راغلي، چې اکشن اېډ به د کابل ولایت په ده‌سبز او بګرامیو ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ کورنیو او د بامیان او غور په مرکزونو کې له ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.

دغه اداره وايي، چې په کابل کې هرې یوې کورنۍ ته ۴۶۸ ډالره او په بامیان او غور کې هرې یوې کورنۍ ته له ۲۰۰ تر ۳۳۱ ډالره پورې نغدي مرسته ورکوي.

د ژمي په را رسېدو سره په افغانستان کې د بې‌وزلو کورنیو د ژوندانه د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.

سیف دي چلډرن مؤسسې د یک‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو او د خوړو د کموالي له امله زیانمنې شوې کورنۍ به د ژمي په را رسېدو سره له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG