خبرونه
د روسیې پر تېلو د بندیز موقتي لېري کېدا د مسکو له هرکلي خو د اروپا له انتقاد سره مخامخ شوه
د روسیې د تېلو پر صنعتونو د بندیزونو د کمولو په اړه د امریکا پرېکړه د مسکو له هرکلي خو د اروپايي اتحادیې له انتقاد سره مخامخ شوه.
امریکا د انرژۍ د بازارونو د ثبات لپاره، چې د ایران د جګړې له امله ګډوډ شوي، په موقت ډول د روسیې د تېلو پر صادراتو بندیز لېری کړی دی.
د کریملین ویاند د امریکا د حکومت له خوا د روسیې د تېلو د پېرلو د بندیزونو د کمولو هرکلی وکړ.
دیمیتري پسکوف په یوه بیان کې وویل چې روسیه د انرژۍ بازارونو د ثبات لپاره د امریکا هڅه ویني؛ او په دې برخه کې د دوی ګټې سره برابرې دي.
کیریل دیمیتریف، چې د روسیې د فدراسیون د ولسمشر د انرژۍ چارو استازی دی، هم د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د ډونالډ ترمپ له زوم او سلاکار جرد کوشنر سره تر لیدو وروسته د امریکا د نوې پرېکړې هرکلی وکړ.
هغه په ټیلیګرام کې ولیکل:
«متحده ایالتونو عملاً یو څرګند حقیقت تایید کړ: دا چې د روسیې له تېلو پرته د نړۍ د انرژۍ بازار ثبات نه شي موندلای.»
تر دې مخکې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي و چې هېوادونو ته به په لنډمهال ډول اجازه ورکړل شي د روسیې هغه تېل واخلي چې د بندیزونو له امله په ټانکرونو کې پاتې دي او د لېږد په حال کې دي.
خو له بلې خوا د اروپايي شورا ريیس انتونیو کوستا وايي چې د واشنکټن دا یو اړخیز اقدام د ډېرې اندېښنې وړ دی ځکه چې د اروپا پر امنیت اغېز لري.
کوستا خبرداری ورکړی چې د روسیې د بندیزونو کمېدا مسکو ته ډېرې منابع په لاس ورکوي چې د اوکراین پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ریچارډ بینت کابل کې پرونۍ چاودنه وغندله
د افغانستان دبشري وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي کابل کې پرونۍ چاودنه وغندله.
ریچارد بینت د سه شنبې په ورځ ( د زمري په ۲۷مه) په خپله ایکسپاڼه د شت برچې کې دکوچنیانو یو ښوونځې ته نږدې دغه چاودنه چې یوځل بیایې د پلازمینې دغه اکثر هزاره میشتې سیمه په نښه کړه وحشتناکه وبلله او په کلکو ټکویې وغندله.
ښاغلي بینت دعاملانو د پیژندلو او محاکمې ته وړاندې کولو لپاره د بشپړو او بې پرې څیړنو په اړتیا ټینګار وکړ.
ځینو رپوټونه وویل چې د مهدیه ښارګوتي سیمه کې د لاسي بم دغې چاودنه کې شاوخوا ۵۲ کوچنیان ټپیان شوي دي.
دکابل امنیه قوماندانۍ وویل چې چاودنه کې یو شمیر کوچنیان سطحي ټپیان شوي او د پیښې په تړاو تحقیقات پیل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره وايي افغانستان کې دښځو حقوقو باندې معامله نه شي کیدای
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما بحوث وايي واک ته د طالبانو له ستنیدو ۵ کاله وروسته ، افغانستان کې دښځو او نجونو محرومیت باید عادي بڼه اختیار نه کړي.
میرمن بحوث د دوشنبې په ورځ ( د زمري په ۲۶مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د افغان نجونو او ښځو حقوق د معاملې وړ نه دي او ملګري ملتونه د افغان نجونو او ښځو د حقوقو ، عزت او غږ لپاره ددوی ترڅنګ ولاړ دي.
طالبانو ۲۰۲۱ کال واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې د نجونو زده کړې منع کړې.
وروسته یې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ وتړلې، په دولتي ادارو کې د ښځو کار محدود او په غیردولتي موسسو کې منع شو.
دغه راز پارکونو او تفریح ځایونو ته د ښځو په تګ راتګ او له محرم پرته یې داوږد واټن په سفر هم محدودیت ولګول شو.
د عراق حکومت د کوردستان د صدراعظم په دفتر د وروستي هوايي برید په هکله تحقیقات کوي; ایران په کې لاس لرل ردوي
د عراق حکومت اعلان وکړ چې د کوردستان د خودمختاره سیمې د صدراعظم مسرور بارزاني په دفتر د بې پیلوټه الوتکو د برید په هکله تحقیقات کوي څو معلومه کړي چې له کوم لوري سوی دی.
په داسې حال کې چې د کردستان چارواکي وايي دغه برید دایران له لوري شوی،دایران بهرنیو چارو وزارت دا خبره "مشکوکه" ګڼلې رد کړې ده.
د عراق د صدراعظم علي زیدي دفتر ویلي چې یو کومیسیون یې ټاکلی ترڅو معلومه کړي چې برید له کوم ځای شوی دی.
د یکشبنې په ماښام دغه برید د مسرور بارزاني دفتر او دکوردستان د استخباراتو او امنیت د رئیس هستوګنځی په نښه کړ.
کوردستان کې د ترهه ګرۍ ضد ادارې وویل چې د " حدید –۱۱۰" ډوله دوه بې پیلوټه الوتکې له پولې پورې غاړه دایران له خاورې توغول شوي او دغې پیښې مرګ ژوبله نه ده رامینځ ته کړې.
مسروربارزاني دغه برید "بې باکانه او د نه منلو وړ" بللی او په سختو ټکو غندلی دی.
هغه ویلي چې دا اقدامات د کړکیچ یو خطرناک زیاتوالی دی او د سیمې ثبات او امنیت ته یو مستقیم ګواښ ګڼلی کیږي.
طالبانو پاکستان د داعش او طالب ضد وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړ
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کوي چې داعش په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري او د طالبانو پر ضد وسلهوالې ډلې هڅوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي.
هغه دا کار د سیمې د ناامنه کولو یوه هڅه بللې ده.
مجاهد له طلوعنیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي او د ګاونډیو هېوادونو د تورنولو پر ځای دې د خپلو ستونزو د حل لپاره کار وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د پراختیا هڅه وکړي.
مجاهد زیاتوي چې دوی هېچاته اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد کار واخلي.
په عین حال کې، پاکستان تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلاماباد مخالفو وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ته په افغانستان کې پناه ورکړې ده.
تهران د مذاکراتو پر ځای د جګړې تیاری نیولی؛ د ایران د تحرکاتو په اړه تازه راپور
راپورونه وايي ایران په تېرو دوو میاشتو کې واشنګټن سره د خبرو د تعقیب پر ځای، خپلې ټولې هڅې له امریکا او اسرائیلو سره د یوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي متمرکزې کړې دي.
امریکایي «والسټریټ ژورنال» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د عربي او ایراني چارواکو له قوله چې نهیې غوښتل نومونهیې څرګند شي، راپور ورکړ چې د ایران «تندلاري مشران» په تهران کې سره راټول شوي او یو نوی پلانیې تر غور لاندې نیولی دی.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایراني څانګې، راډیو فردا د وال سټريټ ژورنال د راپور پر اساس، تندلاري ایراني مشران د اسلاماباد تفاهملیک پر نړیوالو د اقتصادي فشار د کمولو او د یوه لوی برید لپاره د وخت ترلاسه کولو په مخه د امریکا او اسرائیلو یوه هڅه ګڼي او د همدې لپاره دوی په تېرو دو میاشتو کې د خبرو په ځای د یوې جګړې لپاره په چمتووالي بوخت و.
ورځپاڼه لیکي چې د سپاه پاسداران ځواکونو واک پراخول، تجربه کار پوځي منصبداران په لویو دندو ګمارل او د استخباراتي ضد عملیاتو او د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو پراختیا په دغو هڅو کې شامل دي.
د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالیو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې نوملړ اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
دغه بورډ د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په اېکس کې لیکلي چې دروېش رسولي به په دغو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري.
اسحاق رحیمي، حسن عیسیخېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمانالله صافي، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټي، عرب ګل، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزی هم په دې لوبډله کې شامل دي.
د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر له ۲۴مې څخه د اکټوبر تر درېیمې پورې د جاپان په ایچي-ناګویا کې ترسره شي.
د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې
د کابل په لوېدیځ کې یوه چاودنه شوې ده.
کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل چاودنه د مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د ۱۸مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د مهدیه ښارګوټي په سیمه کې شوې ده.
هغه وايي چې د ابتدايي معلوماتو په اساس یو لاسي بم په یو ښوونځي کې چودلی چې له املهیې یو شمېر کوچنیان په سطحي توګه ټپیان شوي دي.
ځدراڼ زیاتوي چې د پېښې په هکله تحقیقات پیل شوي دي.
ځینې رسنیو راپور ورکړی چې پېښه کې شاوخوا ۵۲ کسه ټپیان شوي دي.
تر اوسه پېښه کې د کوم کس د وژل کېدو خبر نهدی ورکړل شوی.
د طالبانو ناراضه قومندان جمعه خان فاتح دولتي ځواکونو ته تسلیم شوی
د راپورونو له مخې د طالبانو ناراضه قومندان او د زابل پخوانی مرستیال والي جمعه خان فاتح او وسله والو یې له نښتو لاس اخیستی او وسلې یې سپارلي.
د طالبانو اړوندو رسنیو نن دوشنبې د جمعه خان فاتح د تسلیمیدو ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا لري چې دی د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوی.
جمعه خان فاتح او وسله وال یې له څو ورځو راهیسې د بدخشان په نسی ولسوالۍ او څنګلورو سیمو کې د طالب ځواکونو په وړاندې پاڅېدلي و.
د راپورونو په اساس د هغه د نیولو لپاره د طالبانو ګڼ ځواکونه له کابل او نورو سیمو بدخشان ته استول شوي وو.
فاتح څو ورځې مخکې په یوه غږیز پیغام کې شکایت درلود چې طالب ځواکونو په نسی کې د ملکیانو کورونو تلاشي کړي او د ده په خبره څو بیګناه کسان یې وژلي.
په بدخشان کې د طالبانو د دې خپلمنځني شخړو سربېره د طالبانو وسله والو مخالفو ډلو له هغې ډلې ازادۍ جبهې ویلي چې له څو ورځو راهیسې یې په زیباک کې پر طالب ځواکونو بریدونه کړي.
د افغان سوداګرو یو پلاوی په یوه نندارتون کې د ګډون او د همکارۍ اوفرصتونو په اړه د خبرو لپاره تهران ته تللی
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رئیس کمالالدین توحید د ودانیز صنعت په نړیوال نندارتون کې د ګډون په هدف د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی.
دې خونې د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له ښاغلی توحید سره په دې سفرکې د سوداګرو او خصوصي سکتور یو ۳۰ کسیز پلاوی ملګرتیا کوي. د خبرپاڼې له مخې د دغه سفر موخه د ودانیز صنعت په برخه کې له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو سره بلدتیا، د افغانستان او ایران د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پیاوړتیا او د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو همکاریو د پراختیا لپاره د لا زیاتو زمینو برابرول دي. افغان پلاوی به همدارنګه د ایران له یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او اقتصادي فعالانو سره په لیدنو کتنو کې د ګډې همکارۍ او پانګونې پر فرصتونو هم خبرې وکړي.
یونیسف: د روان کال په شپږو میاشتو کې یې ۵۶ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې؛ ۶۷ سلنه یې نجونې وې
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف وایي، د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د زده کړې د پروګرامونو له لارې نژدې ۵۶ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې چې ۶۷ سلنه یې نجونې وې. یونیسف په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د جنوري له لومړۍ نه د جون تر۳۰ پورې په شپږمیاشتني راپورکې ویلي چې دغو ماشومانو ته چې له ښوونځي پاتې شوې ماشومان هم پکې شامل دي، د ټولنیزو زده کړو او د زده کړې د لنډمهالو مرکزونو له لارې د زده کړې زمینه برابره شوې ده. دې ادارې ویلي چې د زده کړې په برخه کې یې د دغو ماشومانو ملاتړ په داسې یوه ستونزمن حالت کې کړی چې د پوهنې پروګرامونه په پراخه پیمانه د بیرته راستنیدونکوکډوالو، پرپوله د نښتو، سیلابونو او زده کړو ته د لاسرسي له دوامداره خنډونو سره مخ وو. د دې ادارې په خبره اټکل کیده چې ۷،۱ ملیونه ماشومان د زده کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري چې په هغوی کې نژدې ۹۰۰ زره بیرته راستانه شوي ماشومان هم شامل وو. یونیسف همدارنګه ویلي چې په دې موده کې یې د روغتیایې خدمتونو په برخه کې د ډیرو ماشومانو او میندو لاسنیوی کړی او زیاتوي، د دې ادارې ترملاتړلاندې روغتیایي مرکزونو له لارې له ۱۸،۹ ملیونه زیاتو خلکو اساسي روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.