د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

جاپان وايي د شمالي کوریا په وړاندې د امریکا د هر انتخاب ملاتړ کوي


د جاپان د دفاع وزيرې نن شنبه ويلي چې د شمالي کوريا په وړاندې به د امريکا متحده‎ ايالتونو له‎خوا د هر انتخاب د کارونې ملاتړ وکړي.

په دغه انتخاب کې پوځي حمله هم شامله ده.

د امريکا او جاپان دفاع وزيرانو دغه څرګندونې نن په سېنګاپور کې د يوه نړيوال امنيتي کنفرانس پر مهال کړي دي.

په غونډه کې د جاپان د دفاع د وزيرې تومومي اېنادا څرګندونې شمالي کوريا ته يو ډول خبردارى و.

د جاپان دفاع وزيرې تومومي اينادا کنفرانس ته وويل:

"سيمې او د سيمې شااوخوا ته د شمالي کوريا امنيتي خطر اوس نوي پړاو ته داخل شوى، دغه خطر ته د ځواب ويلو لپاره د جاپان او امريکا اتحاد، خپله همکاري او همغږي ژوره کوي، د امريکا متحدو ايالتو هم په خبرو او هم په عمل کې څرګنده کړې چې ټول انتخابونه په‎مخکې شته، زه د امريکا د دريځ کلک ملاتړ کوم."

د جاپان دفاع وزيرې وويل، هېواد يې غواړي د سيمې په امن کې د رول لوبولو لپاره له واشنګټن سره خپل اتحاد ژور کړي.

په همدغه کنفرانس کې د امريکا دفاع وزير جېمز متېس هم د شمالي کوريا په باب تُندې څرګندونې وکړې او دغه هېواد يې عاجل پوځي تهديد وباله.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتېس
د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتېس

نوموړي وویل:

"د شمالي کوريا روانه هڅه چې اټمي وسله او د ويشتلو توان‎يې تر لاسه کړی، نوې خبره نه ده، د شمالي کوريا رژيم په دې برخه کې خپلې هڅې شديدې کړې دي، د شمالي کوريا اوسنى پروګرام څرګندوي چې دغه هېواد ښکاره هڅه کوي چې داسې راکټونه تر لاسه کړي چې د اټمي سروکي د لېږد توان لري، د بين‎القاره‎يي راکټونو په شمول، دغه کار زموږ سيمه‎ييزو متحدانو او همکارانو او په نړۍ کې ټولو ته مستقيم او چټک ګواښ پېښوي."

تر دې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو او ځينو نورو هېوادونو پر شمالي کوريا ځينې بنديزونه لګولي دي.

د سېنګاپور امنيتي کنفرانس چې په هغه کې د امريکا او جاپان دفاع وزيرانو څرګندونې وکړې، د ستراتېژيکو څېړنو د يوه نړيوال انستیټیوټ له خوا رابلل شوى دى.

هغسې چې جېمز متېس وويل، شمالي کوريا هڅه کوي اټمي وسلې او بين‎القاره‎يي راکټونه تر لاسه کړي، جدي ګواښ دا ګڼل کېږي چې شمالي کوریا په دې برخه کې خپلې هڅې زياتې کړې دي.

شمالي کوريا په تېرو شپږو مياشتو کې اووه راکټي ازموينې کړې دي او د اټمي وسلو څو ازموينې یې هم کړې دي.

په وروستي مورد کې شمالي کوريا د دوشنبې په ورځ يو منځنى واټن ويشتونکى باليسټيک توغندى وازمايه چې دغه راکټ ۴٥٠ کېلومتر فاصله ووهله او د جاپان اوبو ته نېږدې ولګېد.

XS
SM
MD
LG