د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

بلومبورګ:امریکایان اړتیا نه لري چې حکومت‎يې د پاریس شرطونه پوره کړي


د نیویارک ښار پخوانی ښاروال او د اقلیمي بدلون لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايې، که امریکا د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس له موافقې ووځي، بیا به هم امریکايي ښارونه، ایالتونه او سوداګري هغه ژمنې پوره کړي چې واشنګټن مخکې د پاریس د موافقې پر اساس کړې دي.

مایکل بلومبورګ پرون د جمعې په ورځ په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره تر لیدنې وروسته وویل چې امریکایان اړتیا نه لري چې حکومت‎يې د پاریس د موافقې شرطونه پوره کړي او امریکایان به پرېنږدي چې حکومت يې د دې کار په وړاندې ودرېږي.

بلومبورګ وویل، نړۍ باید پوه شي چې امریکا به د خپلو ایالتونو او ښارونو له لارې د پاریس د اقلیمي بدلون د موافقې ژمنې عملي کړي او د نوموړي په خبره امریکايي ښارونه، ایالتونه او سوداګري به د پاریس د اقلیمي بدولون موافقې ته ژمن پاتي شي.

په همدې حال کې د کلېفورنیا ایالت والي جیري بروان ویلي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د اقلیمي بدلون په مسئله کې ناسمه تګلاره غوره کړې او د جیري بروان په خبره، ولسمشر ټرمپ غلطه محاسبه کړې ده.

بل لورته د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د پاریس د اقلیمي بدلون په موافقه کې د پاتې کېدو په اړه د امریکا د ایالتونو او ښارونو د مشرانو د ژمنو هرکلی کړی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون

مکرون ویلي، یوازې حکومت د ولس استازیتوب نشي کولی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن بیا وايي چې امریکا د پاریس د اقلیمي بدلون له موافقې څخه د باندې هم د مضره ګازونو د کمولو او د اقلیمي بدلون په برخه زیات ګامونه اخیستي دي.

راپورونه وايي، ریکس ټېلرسن او یو شمېر سلاکاران له ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د پاریس د اقلیمي بدلون په موافقه کې پاتې شي، ځکه دا د امریکا د سوداګرۍ لپاره ګټور دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن.

ټیلرسن او نور امریکايي چارواکي استدلال کوي چې له دې موافقې څخه وتل به متحده ایالات په نړیواله سطحه منزوي کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ د روانې اوونۍ په سر کې وویل چې واشنګټن به د پاریس د اقلیمي بدلون له موافقې ووځي.

د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل په ګډون یو شمېر لوېدیځو مشرانو د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه خواشینوونکې بللې ده.

XS
SM
MD
LG